د ناګورنو کرباغ جګړه

د ویډیو تشریح، د ناګورنو کرباغ جګړه
د خپرېدو وخت

د ناګورنو کرباغ جګړه، د ارمېنيا لومړي وزير خبرداری ورکړی، چې دې لانجمنه سيمه کې ارمن توکمه وګړي ټولوژنې سره مخامخ دي.

له بي بي سي سره يوه مرکه کې د ارمېنيا لومړي وزير ويلي، د ناګورنو کرباغ لانجمنه سيمه کې اوسېدونکي ارمنيان له ټولوژنې سره مخامخ دي.

دواړه هېوادونه د دې سيمې پر سر شخړه او درنه جګړه کې سره ښکېل دي، چې په رسمي ډول د ازربايجان برخه ده، خو ارمنيان پرې واکمن دي. د پخواني شوروي دغو دوو جمهوريتونو ترمنځ جګړه، لسيزو مودو کې تر ټولو ناوړه بلل شوې، او دواړه هېوادونه د تاوتريخوالي پړه يو پر بل اچوي.