اسلام اباد کې زرګونو ښځینه روغتياپالو او حکومتي کارمنانو د حکومتي پالیسۍ خلاف پرلت وکړ

د عکس سرچینه، AWPISBRWP
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پارلمان مخ ته د مختلفو حکومتي ادارو په ګډون د روغتیا برخې ښځینه کارمنانو د حکومتي پالیسیو خلاف پرلت کړی او وايي، چې تر غوښتنو منلو به یې احتجاج روان وي.
د دې پرلتیانو شمېر زرګونو ته رسېږي او د پولیسو رپوټ وايي، چې پکې تر دوو زرو روغتیاپالې دي.
رپوټونه دا هم وايي، چې د نورو ښارونو روغتیاپالې او د حکومتي پالیسو خلاف اپوزیسیون د ګوندونو کسان هم دې پرلت ته ور روان دي.
د روغتیاپالو د ډلې مشره رخسانه انور وايي، له ډېر وخت راهیسې یې نه تنخا زیاته شوې او نه یې د مسوولیتونو جوړښت برابر شوی دی.
دا وايي، روغتیاپالې په پنځم بست ګومارل کېږي او ټول عمر دې رتبه کې وي، د متقاعد کېدو تر مهال یې تنخا له ۱۸ زره روپیو نه زیاتېږي.
د رخسانه انور په خبره، روغتیاپالې د خپل سر خطر کې اچولو سره ماشومانو ته پولیو واکسین ورکوي:
"دې کار کې په لسګونه روغتیاپالې د توندلارو له خوا وژل شوې، خو حکومت یې مقابل کې هیڅ ونه کړل. "
نوموړي وايي، حکومتي چارواکي پر روغتیاپالو دا نیوکه کوي چې زدکړې یې کمې دي، خو د دې په خبره، د روغتیاپالو لپاره د اتم ټولګي تعلیم پکار دی او که حکومت ته دا زدکړې کمې ښکاري، نو د اېم بي بي اېس فارغ کسان دې په دندو وګوماري چې ماشومانو ته پر پولیو څاڅکو سربېره نورې روغتیايي چارې هم وکړي.

روغتیاپالې وايي، کله چې خپلې ستونزې له صوبايي حکومت سره شریکې کړي، ورته ویل کیږي چې دا د مرکزي حکومت کار دی، خو مرکز ته چې لاړې شې هغوی وايي، روغتیا برخه د صوبې څانګه ده.
رخسانه هم تور لګوي چې مرکزي حکومت له روغتیا نړیوالې ادارې او نورو نړیوالو سازمانونو په لسګونه میلیون ډالر د روغتیا لپاره ترلاسه کوي:
"خو بیا هم د ښځینه روغتیاپالو د غوښتنو پوره کولو لپاره له حکومت سره پیسې نه وي. "
اغلې انور زیاتوي دې پرلت کې سختو ناروغو روغتیاپالو هم ګډون کړی دی او تر غوښتنو منلو به یې دا مظاهره روانه وي.
تراوسه حکومت له دې روغتیاپالو سره دوه ځلې خبرې کړې، خو ناکامې شوې دي.
تراوسه حکومت کوم ټاکلی استازی یا کومه وزیره هم دې روغتیاپالو ته ورلېږلې نه ده.

د عکس سرچینه، @AMMARRASHIDT
رخسانه انور وايي، د حکومت په استازۍ داسې کسانو ور سره خبرې کړې چې پخپله د پرېکړې واک نه لري.
نوموړې زیاتوي د حکومت اپوزیسیون یا سیاسي ګوندونو د ملاتړ ډاډ ورکړی، خو دوی ورته ویلي چې دا غورځنګ به د سیاسي موخو لپاره نه کارېږي.
ځايي خبریال احمد سبحان وايي، دې روغتیاپالو له ځان سره خوراکتوکي هم راوړي او ور سره د شپې تېرولو لپاره کمپلې او توشکونه هم شته.
د سړک یوې غاړې ته روغتیاپالې او بلې خواته هم حکومتي کارمنان ناست دي.
دا حکومتي کارمنان هم اوسني مالي کال کې د تنخا نه ډېرېدو، د مسوولیتونو سیستم کې د ممکنه تبدیلۍ او ګرانۍ خلاف پرلت ته راوتلي دي.
د دوی یو مشر حاجي ارشاد وايي، روان مالي کال حکومتي تنخا ډېره نه شوه، خو ګراني له اسمان سره خبرې کوي.
نوموړی پر حکومت تور پورې کوي چې د یوه سازش له مخې یې د کارمنانو تنخا ډېره نه کړه.
د پولیسو ستونزې

اسلام اباد کې د روغتیاپالو او حکومتي کارمنانو د پرلت له امله د پولیسو ستونزې هم ډېرې شوې په تېره د ښځینه لاریونوالو کنټرول ورته په دې سخت دي چې کمې پولیسې لري.
د اسلام اباد د پولیسو یو چارواکی وايي، د روغتیاپالو د کنټرول لپاره ۴۰ پولیسې لري، چې څو پکې کمانډوز هم دي.
دی وايي، که څه هم له دې ښځو پولیسو سره پولیس او رېنجرز هم شته، خو هغه ځای ته نه ځي چې ښځو پرلت کړی دی.
پټو ادارو د کورنیو چارو وزارت ته ویلي که د سیاسي ګوندونو کارکوونکي له دې پرلت سره یو ځای شي، نو ګډوډي جوړېدلی شي.



















