د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته ورځې په شمار
د خپرېدو وخت
ډونلډ ټرمپ جرمني کې ډېر مينه وال نه لري. ده د خپلې ولسمشرۍ دا تېر نژدې څلور کلن پېر پر مهال په وار وار دا هېواد چې له دوهمې نړيوالې جګړې راهیسې د امريکا نژدې ملګری پاتې شوی، د دفاعي چارو، سوداګرۍ او بهرنيو تګلارو سره په تړاو ستوغو ګوتنيونو کې په نښه کړی دی. له همدې امله، د حيرانۍ خبره نه ده، لکه برلېن کې يې چې د بي بي سي خبرياله جېني هېل، خپل راپور کې روښانوي، جرمني امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو پر لور شپې ورځې له نژدې څاري.