نيويارک کې د سپټمبر ۱۱مې نېټې ياد

د ویډیو تشریح، د سپټمبر ۱۱ ياد: نيويارک
د خپرېدو وخت

شل کاله وړاندې د سپتمبر ۱۱مې برید کې د نژدې درې زرو وژلو شویو خلکو کورنیو یې پرون، د هغې غمیزې د یاد په مراسمو کې، نومونه واخیستل.

دغه مراسم په نیویارک کې کېدل. په عین هغه وخت کې چې لومړنۍ الوتکه د نړۍ سوداګریز مرکز پر شمالي ټاور ولګېده، یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه.

د امریکا مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس وژل شویو ته درناوی وړاندې کړ، او پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش وویل، له هغې پېښې سره نړۍ غلې شوه.

ولسمشر بایډن بیا د سپتمبر ۱۱مې پېښې درې واړونو بریدونو سیمو، نیویارک، پنسلوانیا او ورجینیا ته ورغی.