ایران په قبرص کې د اسرائیلي وګړو د وژنې په پلان تورن شو

تدی ساگی
د خپرېدو وخت

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، ایران په قبرص ټاپو کې پر یو شمېر اسرائیلي سوداګرو د 'ترهګرو بردی' پلان جوړ کړی و.

دا تور وروسته له هغه لګېدلی چې د قبرص پولیسو د دې پلان په تړاو یو مشکوک کس ونیولو. خو ایران، چې په سیمه کې د اسرائیلو لوی دوښمن بلل کېږي، دا تورونه رد کړي دي.

قبرص کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اسرائیل تل دا ډول بې بنسټه تورونه لګوي.

ځینو رسنیو ویلي چې د دې پلان شوي برید هدف اسرائیلی میلیاردر ټېډي ساقي و، خو د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر دا رپوټونه رد کړي.

ځایی رسنۍ وایي، د پلان شوي برید په شک نیول شوی کس اصل کې د اذربایجان دی، خو ترکی پاسپورټ یې کارولی.

د رسنیو په وینا، دا ۳۸ کلن کس تېره اوونۍ وروسته له هغه ونیول شو چې د ترکیې تر ولکې لاندې شمالي قبرص نه پلازمېنې نیکوزیا ته تللی و.

ځایي رسنۍ همدا راز وایي، دا کس درې اوونۍ وړاندې له روسیې تللی و او د پولیسو تر څار لاندې و.

قبرص کې رسنۍ وایي، د نیول کېدو پر وخت له دې کس سره موټر کې یوه توپانچه او سایلنسر هم وو، خو پولیسو د قضیې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

Nicosia street scene (file photo)

د اسرائیلي میلیاردر ټېډي ساقي شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا د ایران لخوا پلان شوی ترهګر برید و. خو اعلامیه کې هغه رپوټونه رد شوي چې ګواکې ښاغلی ساقي پخپله په دې برید کې یو هدف و.

اسرائیلي رسنیو بیا ویلي، دا پلان شوی برید ښایي د ټېډي ساقي سوداګریزو لانجو سره تړاو ولري. ټېدي ساقي قمار خانې یا د جوارۍ مرکزونه او همدا راز د ملکیتونو پراخ کاروبار لري.

اسرائیلو په تېر کې هم پر ایران او همدا راز پر حزب الله ډل تور لګولی چې په بهرنیو هېوادونو کې پر اسرائیلي وګړو بریدونه کړي، یا یې لږ تر لږه د دا دول بریدونو پلان درلود.