د اوکرایین کړکېچ له کبله د نړۍ په لر او بر کې احتجاجونه شوي
د خپرېدو وخت
د جورجیا، انکرې، بیونس ائرس، لندن، توکیو او تایوان په ګډون ګڼ شمېر ښارونو کې د جګړې ضد احتجاجیانو د سفارتونو مخې ته او نورو ځایونو کې لاریونونه کړي. احتجاجیان د ښارونو په مهمو برخو کې یو ځای شوي وو، د اوکرایین بیرغونه یې رپول او د یو موټیوالي شعارونه یې ورکول.