اوکرايين کړکېچ: بریتانيا د بېلاروس پر ضد بنديزونه اعلان کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
د بريتانيا حکومت د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د اوکرايين بريد کې د روسيې د ملاتړ له امله پر بېلاروس بنديزونه لګوي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرې لېز ټروس وويل، د هغو کسانو او سازمانونو پر ضد بنديزونه لګول شوي چې د اوکرايين پر خاوره د روسیې په يرغل کې يې رول لوبولی دی.
پر بېلاروس بنديزونه په داسې حال کې لګول کېږي چې وړاندې د امریکا او بريتانيا تر څنګ يو شمېر نورو لوېديځو هېوادونو پر روسيه بنديزونه لګولي دي.
بل پلو د وروستيو راپورونو له مخې روسيې ځواکونو د اوکرايين پلازمېنه کيېف پر لور روان دي. سټلايټ تصويرونه ښيي چې د روسيې نژدې ۶۰ کیلومتره اوږد پوځي کاروان چې ټانګونه او زغروال ګاډي په کې شامل دي د کيېف پر لور د خوځښت په حال کې دی.
په عيني حال کې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي په کيېف کې له يوه پټنځایه سي اېن اېن او رويټرز ته ويلي، اوکرايين به د بل هر چا پرتله کلکه جګړه وکړي خو وايي په يوازې سر نشي کولی جګړه اداره کړي.
نوموړی چې د روسیې د تېري پر وړاندې د مقاومت له امله د خپل هېواد په دفاع کې د اتل په توګه راڅرګند شوی، دواړو رسنيو ته ويلي چې د اوربند خبرې يوازې هغه وخت جدي ګڼل کېدی شي چې لومړی جګړه ودرول شي.
د زيلينسکي په وينا، که دواړه لوري جګړه بس کړي، دا په دې مانا ده چې روسيه سولې ته چمتو ده که نه نو دا يوازې د وخت ضايع کول دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر زيلينسکي وايي که اوکرایین په جګړه کې ناکامېږي نو د روسیې پوځیان به د ناټو د غړو هېوادونو پولو ته ورسېږي.
هغه وویل د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرو ته چمتو دي خو دا خبرې تر هغه نه شي کېدای چې اوربند شوی نه وي ځکه چې په داسې حال کې خبرې نه شي کېدای چې الوتکې زموږ پر ښارونو بمبارۍ وکړي.
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر وايي چین چې د روسیې مهم ملاتړی دی اوکرایین ته له روسیې سره د اوربند په برخه کې د مینځګړیتوب وړاندیز کړی.
ډیمټرو کولیبا وايي په دې هکله یې له خپل چینايي انډول وانګ اي سره ګټورې تیلفوني خبرې وکړې خو د چین دولتي رسنیو د مینځګړیتوب په اړه څه نه دي ویلي او وايي د ښاغلي وانګ لومړیتوب دا دی چې اوکرایین کې د ملکي خلکو لپاره حالت ښه شي او د کړکېچ د لا پراخېدو مخنیوي وشي.
اخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په جینوا کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته له مخکې ثبت کړې وینا کې وویل اوس د دې وخت دی چې امریکا خپلې اتومې وسلې له اروپا نه بېرته یوسي.
هغه وویل روسیه چمتو ده چې د ستراتیژیک ثبات په اړه له امریکا سره خبرې وکړي خو خبرداری ورکړی چې لویدیځ باید د پخواني شوروي اتحاد په غړو هېوادونو کې پوځي تاسیسات جوړ نه کړي.
اوکرایین وايي د روسي ځواکونو په بریدونو کې په پلازمېنه کیېف کې د تلویزون څلی ویشتل شوی او پنځه کسان وژل شوي دي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې یوې ویډیو کې ښکاري چې له څلي نه لوګي پورته کېږي خو لا هم ولاړ دی. د تلویزون پر څلي د برید له امله خپرونې له خنډو ځنډ سره مخامخې شوې دي.




















