اوکرایین بحث؛ د هندي ټلویزیوني خپرونې کوربه د یوه مېلمه پر ځای بل ته پېغورونه ورکول

د عکس سرچینه، Screenshot
د یوه هندي ټلویزیون کوربه د اوکرایین پر موضوع بحث ته د بلل شویو مېلمنو نومونه ګډوډ کړل، د یوه مېلمه پر ځای یې د بل نوم یاداوه، او په لوړ غږ یې ورسره ستغې خبرې کولې، چې بیا وروسته په پراخه کچه ملنډې ورپورې وهل شوې.
د خپرونې کوربه راهول شیوشنکر دوې دقیقې اوکراییني خبریال ته ستغې، سپورې ویلې او فکر یې کاوه، د امریکا بهرنۍ پالیسۍ له چارو ماهر سره غږیږي.
خپلې تېروتنې ته د نوموړي پام ایله هاغه وخت واوښت چې د خپرونې دویم مېلمه یې خپله وغږېد.
د بحث دا برخه په هند کې د خواله رسنیو تاوده بحث موضوع شوه او پر ټویټر د مک اډمز په نامه هشټګ لاس پر لاس کېږي.
د هندي ټلویزیونونو په بحثونو کې ځینې کوربانه معمولاً له ګډونوالو سره په لوړ غږ خبرې کوي او ان له سپکو، سپورو هم دریغ نه کوي.
د ټایمز نو انګلیسي چېنل د خپرونې کوربه راهول شیوشنکر په ګډون پر ځینو ټلویزیوني کوربنو داسې تورونه هم شته چې د هندي لومړي وزیر نرېندار مودي واکمن ګوند په هکله یې خبرې یو اړخیزې دي او بې پریتوب نه کوي.
په دې خپرونه کې بیا چې ''د انډیا اپرنټ '' په نامه وړاندې کېږي، ښاغلي شیوشنکر د امریکا رون پاول انسټیټوټ له مشر مک اډمز او د کیېف پوسټ له ایډیټر بهودان ناهایلو سره بحث کاوه.
خو د دواړو مېلمنو نومونه او ادرسونه ناسم ښوول کېدل او ښاغلی ناهایلو د ښاغلي مک ادمز په توګه یادېده.
په هغه کلیپ کې چې اوس لاس پر لاس کېږي خبره داسې پیلېږي چې ښاغلی شیوشنکر وايي:
''ښاغلی دانیل مک اډمز یو څه ارام شئ. ''
خو ښاغلی ناهایلو یې ورغبرګوي چې په هېواد کې یې جګړه روانه ده او دی نه شي کولای ارام واوسي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1

ښاغلي شیوشنکر په خبره کې ورلوېږي او ورته وايي چې ''ښاغلی مک اډمز بیا نو یوه لور ته شئ، او که د دې هېواد په هکله ډېر اندېښمن یاست، باید هلته پوځیان واستوئ. ''
دی له دې هم مخکې ځي د ''استعماري اجنډا ''او افغانستان جګړې پېغور ورکوي او په هره دویمه جمله کې د ''ښاغلی مک اډمز '' نوم یادوي.
اصلي ښاغلی مک اډمز بیا په دې ټول شور - ماشور کې داسې ښکاري چې هڅه کوي، غږ یې واورېدل شي او بالاخره وتوانېږي چې ووايي:
''زه پټه خوله ناست یم، دا خو دا بل یو سړی غږیږي. ''
خو ښاغلی شیوشنکر لا هم ګومان کوي، چې اوس نو له اوکراییني خبریال سره خبرې کوي، وايي:
''ښاغلی مک ادمز نو بیخي بالسټیک شو، او که ددې جګړې په هکله یې احساس همدومره پیاوړی وي، نو باید له اوکراینیانو سره اوږه په اوږه د جګړې لپاره لاړشي. ''
له دې سره اصلي ښاغلی مک اډمز په پسته لهجه وايي:
''ګرانه کوربه، ما تر اوسه یوه خبره لا نه ده کړې، نه پوهېږم ولې راته غوسه یې؟ زه مک اډمز یم، زه مک اډمز یم، او هیڅ مې لا نه دي ویلي، نو چیغې مه راباندې وهه! ''
د بحث دې برخې ویډیويي کلیپ پر خواله رسنیو خورا ډېر غبرګونونه پارولي او ګڼ شمېر کسانو ویلي دا داسې څه بللي دي چې 'یوازې او یوازې له شور - ماشوره د ډکو هندي ټلویزیوني خپرونو محصول کېدای شي. '
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2

د پوسټ X پای, 3

ځینې بیا فکر کوي دا د هغو ټولو مېلمنو لپاره شاعرانه عدالت دی، چې دې خپرونو کې نه دي غږېدلي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4

د پوسټ X پای, 5

ښاغلي مک اډمز بیا له خپل لوري په هند کې د ناڅاپي شهرت له کبله خوښ ښکاري. رون پال انسټیټوټ چې دی ورسره دنده لري په یوه ټویټر پیغام کې ''د تېروتنو یوې ګډولې '' له کبله د نوموړي شهرت یادونه کړې او په وینا یې ترې غوښتل شوي چې په همدې خپرونه کې بیا ګډون وکړي.
دوی د هند ټایمز نو له همکار سره د نوموړي خبرو سکرین شاټونه هم خپاره کړي، چې ځان پکې ''د هند تر ټولو مشهور کس '' بولي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 6