اوکرایینیان د ټېک ټاک له لارې خلکو ته ښيي، چې ژوند یې څنګه تېرېږي

د ویډیو تشریح، اوکرایینیان د ټېک ټاک له لارې خلکو ته ښيي، چې ژوند یې څنګه تېرېږي
د خپرېدو وخت

پر اوکرایین د روسیې یرغل له پیله وروسته ګڼ شمېر اوکرایینیانو خواله رسنیو ته مخه کړې، چې نړیوالو ته وښيي، په هېواد کې یې څه پېښېږي. د پلازمېنې کیېف ته نژدې د چیرینېف ښارګوټي اوسېدونکې والیریا له بي بي سي سره د هغو ویډیويي کلیپونو په هکله غږېدلې، چې دا یې د ښار وروستي وضعیت په هکله پر خواله رسنیو خپروي او میلیونونه کسان یې ګوري.