''هره ښځه د مشرۍ کولو وړتیا لري''
د خپرېدو وخت
دلته د هند او اشواق خبرې اورو، دې دواړو ښځو داسې مسوولیتونه پر غاړه اخیستي، چې معمولاً نارینه وو ته ځانګړي بلل کېږي. دوی په خپله ټولنه کې مشري کوي. د سوریې له جګړې د دې هېواد سلګونه زره کسان ګاونډي لبنان ته تښتېدلي چې یوازې په بیکا دره کې یې نژدې ۳۸۰۰ غیر رسمي مېشت ځایونه دي. دا هر یو مېشت ځای یو مشر لري، چې نژدې ټول نارینه دي، خو هند او اشواق بیا دود مات کړی او د ګڼ شمېر سوریايي نجونو لپاره د الهام لامل شوې.