د اسلامي هېوادونه ناسته: افغانستان کې ثبات یوازې د ټولګډوني حکومت له لارې ټینګېدلی شي

اسلامي همکاريو سازمان
د خپرېدو وخت

د اسلامي همکاریو سازمان وايي افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات یوازې له ټولو افغان ملیتونو د یوه ګډ، پراخ بنسټه او ټولګډونه حکومت د جوړېدو له لارې ټینګېدلی شي.

د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار کړی چې افغانستان کې باید د ښځو او ماشومانو په ګډون د هر قوم، مذهب او توکم لږکیو حقونو ته دورناوی وشي.

اسلام اباد کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پای اعلامیه کې ویل شوي، چې ورانکاري ښايي له دننه او بهره کوښښ وکړي چې افغانستان کې د سولې او ثبات د ټېنګښت ډاډمنولو لپاره روانو هڅو ته زیان ورسوي.

د اسلامي همکاریو سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې د ورانکارو د رول او پارونو په اړه محتاط اوسي.

دا د او ای سي د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۸مه ناسته وه چې د طالبانو په استازولۍ یې اسلام اباد کې سفیر او له کابله د ټیټې کچې یو پلاوي هم پکې ګډون کړی و.

دې غونډې ته د 'اتحاد، عدالت او پرمختګ لپاره د ملګرتیا رامنځته کولو' نوم ورکړل شوی و.

د غونډې پای کې د ۷۰ مادو پرېکړه لیک خپور شوی چې مسلمانو هېوادونو په لویه کې ټولنې نړۍ ته بېلابېلو ډګرونو کې د ورپېښو ستونزو او ننګونو یادونه په کې شوې ده.

دوی د افغانستان په تړاو پر دې اهمیت له سره ټینګار کړی چې د دغه هېواد خاوره باید د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د القاعده شبکې، داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او پاکستاني طالبانو تحریک 'ټي ټي پي' لپاره په خوندي پټنځي وانه وړي.

کنفرانس

اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان له ناستې دا غږ داسې مهال راپورته شوی چې د رپوټونو له مخې د سې شنبې پر ورځ د افغانستان په سویل کندهار کې د ټي ټي پي یو مهم مشر د ناپېژانده وسله والو برید کې وژل شوی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان په دې غونډه کې افغانستان سره د بشري مرستو هغه صندوق هم فعال شوی، چې دغه سازمان یې تېره ډسمبر میاشت کې د جوړولو پرېکړه کړې وه.

د اسلامي پراختیا بانک د دغه صندوق چلولو کې مهم رول لري او نایجریا لومړی هېواد شو چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت مرسته یې ورسره اعلان کړه.

د او ای سي مشرانو د دغه سازمان له نورو غړو خپلو نړیوالو ملګرو هم وغوښتل چې افغانستان کې بشري اړتیاو ته په کتو دغه صندوق سره "سخاوتمندانه " مرستې وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې پر دې هم ټینګار کړی چې افغانستان باید دغه هېواد کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره ژر "خپلو مالي سرچینو ته لاسرسي ومومي."

دوی بهر د افغانستان کنګل شوې ملي شتمني د دغه هېواد د خلکو قانوني ملکیت بللی دی.

او ای سي د افغانستان له حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته د درناوي ژمنتیا ښودلې او د ښې او سوکاله راتلونکې لپاره یې د افغانانو هڅې ستایلې دي.

د اسلامي هېوادونو سازمان په خپله وروستۍ سرمشریزه کې د افغانستان لپاره د ځآنګړي استازي د ټاکلو پرېکړه کړې وه چې تېره اوونۍ کابل ته په سفر هم تللی و.

دغه سازمان دننه پراخې خپلنمنځۍ تربګنۍ هم لري او له همدې امله یې اغېز ډېر د پام وړ نه دی.