د پاکستان قامي اسمبلۍ نوي لومړی وزیر ټاکي، عمران خان د پارلماني ودانۍ ته ورغی

قومی اسمبلی
د عکس تشریح، قامي اسمبلۍ د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره دوې بجې غونډه پیلوي.
د خپرېدو وخت

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د دې هېواد پارلمان کې د بې باورۍ تحریک له کامیابېدو وروسته نن دوشنبه د پاکستان لپاره نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي.

بل لور د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان د خپل ګوند تحریک انصاف ګوند پارلماني کومېټې غونډې مشري لپاره د پارلمان ودانۍ ته رسېدلی.

نوموړی د نوي لومړي وزیر ټاکنې لړ کې د خپل ګوند پارلماني غړي د سلا مشورې لپاره دې غونډې ته بللي دی.

بل لور د ښاغلي خان د ګوند پلویانو تېره شپه د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې پراخ احتجاجونه کړي دي.

په دې احتجاجونو کې د پاکستان سترې محکمې او پاکستاني پوځ پر ضد شعارونه هم اورېدل کېدل.

د پاکستان مسلم لیګ ګوند له لوري د دې ګوند مشر شهباز شریف او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند له لوري د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د پاکستان نوي لومړي وزیر مقام لپاره له پارلمانه رایه اخلي، چې نن یې له ځايي وخت سره سم دوې بجې غونډه پیلېږي.

د عمران خان یو شمېر سلاکارانو نومونه په ممنوع الخروج لیست کې شامل شوي
د عکس تشریح، د عمران خان یو شمېر سلاکارانو نومونه په ممنوع الخروج لیست کې شامل شوي

بل لور د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) د مخکیني لومړي وزیر عمران خان یو شمېر مهمو سلاکارانو نومونه په هغه لیست کې شامل کړي، چې له هېواده د وتلو اجازه نه لري. دې کې د شهبازګل، شهزاد اکبر، سکرتر اعظم خان او ډاکتر رضوان نومونه شامل دي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیال عمومي منشي عطاالله تارړ په یوه ټویټر پیغام کې په دې دې هکله وايي: ''اوس دا کسان نه شي کولای له هېواده بهر ته وتښتي، له وخته مې دا خبره کوله چې د غچ اخیستنې، دروغ او فریب انجام ښه نه وي. ''