اوکرایین کړکېچ؛ روسي پوځیانو مې مېړه وواژه او جنسي تېری یې راباندې وکړ

د ویډیو تشریح، د اوکرايين کړکېچ: ماريوپول کې جګړې زور اخيستی
د خپرېدو وخت

روسي ځواکونه د اوکرایین پلازمېنې کیېف له شاوخوا سیمو وتلي خو تر شا یې د دې ځای وګړو په ژوند کې داسې ټپونه پرې ايښي چې ځینې ترې ښایي عمري ونه رغېږي.

بي بي سي هلته مخامخ له خلکو سره غږېدلې او داسې شواهد یې موندلي چې یرغلګرو پوځیانو پر اوکرایینۍ مېرمنو جنسي تېری کړی.

خبرداری: دې رپوټ کې د جنسي تاوتریخوالي په تړاو داسې پېښې شته چې ښايي درته زړه بوږنوونکي وي.

د کیېف لوېدیځ لور ته شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې په یوه ارام کلي کې موږ له ۵۰ کلنې انا سره وغږېدو. د خوندیتوب لپاره مو یې نوم بدل کړی.

انا راته وویل چې د مارچ په اوومه له خپل مېړه سره کور کې وه چې یو بهرنی سرتېری یې کور ته وردننه شو.

"ګوته په ماشه، نژدې یوه بل کور ته یې بوتلم. امر یې راته وکړ، جامې دې وباسه کنه وژنم دې. همداسې یې ګواښلم چې باید هغه څه وکړم چې دی یې غواړي، کنه پایله به یې مرګ وي. بیا یې راباندې جنسي تېری پیل کړ."

انا پر دې بریدکوونکی یو ځوان، نری چېچنیایی سرتېری راوپېژانده چې روسي پوځیانو سره ملګری وو.

"هغه پر ما جنسي تېری کاوه چې څلور نور سرتېري هم راغلل. فکر مې وکړ دا مې پای دی. خو هغوی سرتېری له ځانه سره بوت او بیا مې ونه لید".

د انا په باور د روسي پوځیانو یوې جلا ډلې دا ژغورلې وه.

انا چې بېرته کور ته ستنه شوه نو ویې لیدل چې مېړه یې په ډزو ویشتل شوی.

دا وايي، "هغه هڅه کړې وه چې زما ژغورلو لپاره راپسې راشي خو څو مرمۍ ویشتل شوی وو. "

انا له خپل ټپي مېړه سره د ګاونډي کور ته پناه یوړه. د جګړې له کبله یې ونه شو کړای خپل مېړه روغتون ته بوځي. دوه ورځې وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

موږ ته د خپلې کیسې کولو پر مهال انا درګرده ژړل. د خپل کور په باغچه کې یې هغه ځای راوښود چې د ګاونډیانو په مرسته یې مېړه په کې خښ کړی وو. انا راته وویل چې له نژدې روغتون سره اړیکه کې ده او اړینه رواني مرسته ورسره کېږي.

Anna has buried her husband in the garden
د عکس تشریح، انا خپل مېړه د کور په باغچه کې خښ کړی

هغو سرتېرو چې انا یې ژغورلې وه تر څو ورځو د دې په کور کې دېره وو. نوموړې وايي چې پوځیانو به د ټوپک په زور ترې غوښتنه کوله چې د خپل مېړه څېزونه وروسپاري.

"چې دوی کله ولاړل نو نشه یې توکي او ویاګرا درمل مې وموندل. تر ډېره به نشه وو. له دوی یې زیات کسان وژونکي، جنسي تېري کوونکي او لوټ ماران دي. د ګوتو په شمېر یو څو یې ښايي ښه وي".

د انا له کوره یو څه لرې مو یوه بله کیسه واوېده.

د ادعا له مخې یوه ښځه له جنسي تېري وروسته وژل شوې وه او شاوخوا ګاونډیانو پړه پر هماغه سرتېري اچوله چې پر انا یې جنسي تېری کړی و.

د دې مېرمنې عمر له ۴۰ پورته وو. ګاونډیان یې وايي چې له خپل کوره په زور له ایستلو وروسته نژدې یوه بل کور کې چې اوسېدونکي یې ترې تللي وو ساتل شوې وه. د خوب دغه خونه چې په عصري ډول ډېزاین شوې او بستر هم په کې پروت دی اوس د یوه بوږنوونکي جرم صحنه ده. پر توشک او بړستنې د وینې څاڅکي هم پراته دي.

د کوټې یوه څنګ تر پر ښیښه پیغام لیکل شوی او فکر کېږي چې د هغه ځای پته ده چې د قربانۍ مېرمنې جسد په کې ښخ کړای شوی.

On the mirror in the bedroom a message in lipstick reads: "Tortured by unknown people, buried by Russian soldiers."
د عکس تشریح، پر ښیښه د روسي پوځیانو لخوا پیغام لیکل شوی

اوکسانا چې نژدې اوسېږي راته وویل چې دا پیغام هغو روسي ځواکونو پرې ايښی چې د دغې مېرمنې مړی یې موندلی او جسد یې خښ کړی و.

اوکسانا د روسي پوځیانو د خولې کیسه کوي:

"دوی راته وویل چې جنسي تېری پرې شوی و او مرۍ یې هم پرې شوې وه او دوی یې جسد په وینو ککړ موندلی و. "

د دغې قربانۍ مړی د کور په باغچه کې خښ شوی و.

زموږ له ورتګ یوه ورځ وروسته یې پولیسو مړی د تحقیق لپاره راوایست. جسد لوڅ خښ شوی وو، مرۍ او څټ کې یې د پرېکېدو ژورې نخښې هم وې.

د کیېف د پولیسو مشر اندرې نېبېتوف د یوې بلې قضیې په اړه راته وویل چې دی یې په څېړنه بوخت دی او د کیېف لوېدیځ لوري ته نژدې ۵۰ کیلومتره لرې یوه کلي کې پېښه شوې وه.

د دریو کسانو یوه کورنۍ چې ښځه او مېړه یې څه باندې دېرش کلن وو او کوچنی ماشوم یې هم لاره د کلي په څنډه کې په یوه کور کې اوسېدل.

ښاغلی نېبېتوف وايي:

"د مارچ په نهمه ګڼ روسي پوځیان کور ته وردننه شول. مېړه یې هڅه کوله خپله ښځه او ماشوم خوندي کړي نو پوځیانو وواژه. وروسته دوو پوځیانو په تکرار ډول پر ښځې جنسي تېری وکړ. له جنسي تېري وروسته به تلل او بیا به راتلل، دوی درې ځله کور ته ورغلل. ګواښله به یې چې که د مقاومت هڅه یې وکړه نو ماشوم به یې ووژني. د خپل ماشوم د ژغورلو لپاره یې هر څه وزغمل".

پوځیانو له وتلو وروسته کور ته اور واچوه او د کورنۍ پاللي سپی یې هم ووژل.

The family's burned out house, east of Kyiv - their dogs, also killed, are lying in the garden (not pictured)
د عکس تشریح، هغه سوځېدلی کور چې دې کورنۍ په کې ژوند کاوه

مېرمنه له خپل ماشوم سره وتښتېده او پولیسو سره یې اړیکه ونیوله. ښاغلی نېبېتوف وايی کارکوونکي یې د دې مېرمنې لیدو ته ورغلي وو او د پېښې جزیات یې ثبت کړي.

دوی د شواهدو ټولولو لپاره کور ته ورغلل خو اوس یې یوازې ویجاړي پاتې. دلته د پخواني ارام ژوند یوازې یو څو نښې مو ولیدې. د یوه ماشوم بایسکل، د لوبو یو څو توکي او بوټان…

مېړه یې ګاونډیانو د کور په باغچه کې خښ کړی وو. اوس یې پولیسو مړی د تحقیق لپاره را ایستلی. دوی وايي پلان لري چې د دې قضیې په تړاو نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړي.

اوکرایین کې د بشري حقونو څارونکې لیودمېلا ډېنېسووا وايي ګڼې داسې پېښې یې ثبت کړي.

"شاوخوا ۲۵ ښځې او نجونې چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۲۴ کلونو دي ـ بوچا کې د یوه کور په تاکاو کې په سېستماتیک ډول د جنسي تېري ښکار شوي. له دوی یې نهه اوس مېندوارې دي. روسي پوځیانو ورته ویلي وو چې تر هغې به یې له جنسي پلوه ازاروي چې بیا هېڅکله له کوم اوکرایني سړي سره جنسي اړیکي ونه لري او اوکرایني ماشومان ونه زېږوي".

A child's toy lies in the grounds of the burned-out family home
د عکس تشریح، د کورنۍ ویجاړ شوي کور کې د ماشوم د لوبو یو توکی

نوموړې وايي ګڼې مېرمنې چې مرستې ته اړتیا لري د تېلېفون او ټولنیزې شبکې ټېلېګرام له لارې اړیکه ورسره نیسي.

"یوې ۲۵ کلنې ښځې زنګ راووهه او راته یې وویل چې پر ۱۶ کلنې خور یې د سړک پر سر د دې پر وړاندې جنسي تېری وشو. دې ویل جنسي تېري کوونکو به په چیغو ویل چې داسې به له هرې نازي پلوې ښځې سره کېږي".

موږ وپوښتله چې ایا دا شونې ده چې د جګړې پر مهال د روسي پوځیانو لخوا د جنسي تېریو پېښې په پراخ ډول وارزول شي.

اغلې ډېنېسووا وویل:

"دم ګړۍ دا ناممکنه ده ځکه هره قربانۍ مېرمن دې ته چمتو نه ده چې مخ ته راشي او ووايي چې څه ورسره شوي. له دوی یې ډېری د رواني مرستې غوښتنه کوي نو موږ تر هغې چې دوی خپلې کیسې راته ونه کړي د جرم په ډول یې نه شو ثبتولی."

نوموړې وایي له ملګرو ملتونو د اوکرایین غوښتنه دا ده چې یوه ځانګړې قانوني ډله وګماري چې په خپله ولادیمیر پوتین د جنسي تېري په ګډون د ګڼو جنګی جرمونو په تړاو وپوښتي.

انا چې د جنسي تېري ښکار شوې وه او موږ ته یې خپله کیسه وکړه راته وویل:

"زه پوتین پوښتم چې دا څه روان دي؟ هېڅ نه پوهېږم. لرغوني پېر کې خو ژوند نه کوو، ولې خبرې اترې نه شي کولی؟ ولې خلک وژني او زموږ خاوره ولکه کوي؟ "