بایډن روسي ځواکونه اوکرایین کې په نسل وژنه تورن کړل

President Joe Biden speaking at a rally
د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن روسي ځواکونه اوکرایین کې په نسل وژنه تورن کړي دي. هغه ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي چې د اوکراییني هویت نظریې جرړې وباسي.

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې یوازې پر دې بسنه کړې وه چې روسیه اوکرایین کې په جنګي جرمونو تورنه کړي.

بلخوا د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون بیا د دغه هېواد یوې تلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي چې د دې (نسل وژنې) اصطلاح کارولو ته لیوالتیا نه لري.

هغه د فرانسې دویم چینل سره مرکه کې وویل چې دی "له داسې مصطلحاتو سره احتیاط کوي، ځکه دا دواړه خلک وروڼه دي."

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې درېدو او د سولې ټینګښت لپاره هڅو ته دوام ورکوي، او ګوندې لفظي تیري دې چارې ته زیان رسوي.

خو د هغه امریکايي سیال جو بایډن د سې شنبې پر شپه وویل چې د روسي ځواکونو لخوا د نسل وژنې پېښو شواهد په ډېرېدو دي.

نوموړي وویل "د هغه څه په اړه چې روسي ځواکونو اوکرایین کې ترسره کړي، لا ډېر شواهد د روښانه کېدو په حال کې دي."

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې د تېلو د لوړو شویو بیو په اړه له وړاندې لیکل شوې وینا کې کړې.

اوکرایین کې د جکړې حال

This picture shows the partially destroyed Mariupol drama theatre, bombed last March 16, in Mariupol on April 12, 2022
د عکس تشریح، د مارچ پر ۱۲ مه د ماریو پول پر ډرامه تیاتر بمباري وشوه.

اوکرایین د روسیې هغه ادعا رد کړې، چې وايي، د دغه هېواد په سویل ختیځ کې محاصره شوی ماریو پول ښار ورته تسلیم شوی دی.

له دې مخکې بي بي سي ته داسې رپوټونه رسېدلي وو، چې روسي ځواکونو په دې ښار کې د ۱۰۰۰ اوکراییني پوځیانو تسلیمېدو ادعا کوله.

تازه، د اوکرایین ولسمشر یو سلاکار وايي، د دوی سمندري پوځیان له محاصرې وتلي، له ازوف نومي ښي اړخه ملېشه ځواک سره یو ځای شوي او ماریو پول لا هم نه دی تسلیم شوی.

د ولسمشر زېلینسکي سلاکار اولیکسي اریستویچ پر فېسبوکپاڼه یوه پیغام کې ویلي، د ښار دفاعي کمربند زیات او پیاوړی شوی دی.

تر اوسه په دې ښار کې د وضعیت په هکله کره معلومات موندل خورا ګران دي، خو بي بي سي هڅه کوي، وروستي معلومات ترلاسه او همدلته یې له تاسې درسره شریک کړي.

روسي پوځیان د ماریو پول په مرکزي برخه کې له یوې ځايي ښځې سره خبرې کوي.
د عکس تشریح، روسي پوځیان د ماریو پول په مرکزي برخه کې له یوې ځايي ښځې سره خبرې کوي.

بل لور د اې ایف پي یوه عکاس چې له روسي پوځیانو سره یو ځای دی، په ښار کې دننه د روسي پوځیانو تصویرونه اخیستي.

د یادونې ده، چې ماریو پول له څو اونیو راهیسې روسي پوځیانو محاصره کړی، چې له کبله یې هلته یو بشري بحران رامنځته شوی دی.

د اې ایف پي عکاس ته له پوځیانو سره دې ښار ته د ورتګ زمینه د روسیې دفاع وزارت برابره کړې وه.

د نوموړي په تصویرونو کې لیدل کېږي چې روسي پوځیان د وران، ویجاړ ښار په لارو کوڅو کې ګزمه کوي او له ځایي اوسېدونکو سره ویني.

ماریو پول اوسېدونکي د یوه روسي پوځي څنګ ته په چټکۍ سره تېرېږي
د عکس تشریح، ماریو پول اوسېدونکي د یوه روسي پوځي څنګ ته په چټکۍ سره تېرېږي

د ماریو پول په شاوخوا او دننه کې له هغه راهیسې جګړه روانه ده، چې فبرورۍ کې روسي ځواکونو پر اوکرایین یرغل وکړ.

پر همدې ښار د توپچي او راکټي بریدونو له کبله پر روسیې د جنګي جنایتونو تورونه لګېدلي دي.

د ماریو پول ښاروال وايي، په ښار کې تر اوسه ۲۱ زره ملکي کسان وژل شوي او نژدې ۱۰۰ زره نور له ښاره تېښتې ته منتظر دي.