اوکرايين کې جګړه: له دونباسه د بي بي سي ځانګړی راپور
د اوکرایین او روسیې پوځیان، د اوکرایین په ختیځ کې، د ولادمیر پوتین پوځ لخوا تازه برید لپاره د چمتووالي په حال کې دي. د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلینسکي ویلي، لسګونه زره روسي ځواکونه برید لپاره تیاری نیسي.
د سټلایټ په عکسونو کې ښکاري چې پوځیان پر پوله راټول شوي. دا په داسې حال کې ده چې بريتانيا او امريکا د هغو ناتاييد شويو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې وايي، د روسيې له خوا په جنوب بندري ښار، ماريوپول، بريد کې ښايي کيمياوي وسلې کارول شوې وي.
روسي ځواکونو ویلي اوس یې د جګړې ټول تمرکز دا دی چې د دونباس سیمه په بشپړ ډول ازاده کړي. د روسیې له ملاتړه برخمن بېلتون پالو، په دغه ځای کې د پام وړ سیمې نیولې او همدا ځای له څو کلونو راهیسې د جګړو له امله زیانمن شوی.
زموږ د دفاعي چارو خبریال جانتن بییل، د دونباس په کرماتورک کې له اوکراييني ځواکونو سره مل و.