زېلېنسکي: دونباس سیمه په بشپړ ډول ویجاړه شوې

A Russian serviceman stands guard at the destroyed part of the Ilyich Iron and Steel Works in Ukraine's port city of Mariupol
د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي روسیه تورنه کړې چې د دغه هېواد ختیځ کې یې دونباس سیمه "دوزخ" ګرځولی دی.

ښاغلي زېلېنسکي کیېف کې خپل شپني خبري کنفرانس کې ویلي چې روسي ځواکونو دا سیمه هواره کړې ده.

هغه وویل:‌ "پر اودېسا سیمې، د اوکرایین پر مرکزي ښارونو پرله پسې ګوزارونه کېږي. دونباس په بشپړ ډول ویجاړ شوی."

د اوکرایین ولسمشر زیاته کړې دا د دې لپاره قصدي او جرمي هڅه ده چې د امکان تر حده ډېر اوکرایینیان ووژل شي او د امکان تر حده ډېر کورونه، ټولنیز تاسیسات او تشبثات لمنځه یوړل شي.‌

د پنجشنبې پر ورځ د اوکرایین دفاع وزارت روسیه تورنه کړه چې پر دونباس سیمه یې بریدونه سخت کړي او د خلکو د تښتېدو مخه نیسي.

مسکو تېره میاشت د اوکرایین پلازمینې کیېف ته له څېرمه سیمو د خپلو ځواکونو د ایستلو د اعلان پر مهال وویل غواړي جګړه د دغه هېواد پر ختیځ متمرکزه کړي.

د دونباس جګړه چې د اوکرایین پخوانی صنعتي زړه بلل کېږي د روسیې یرغل د برخلیک ټاکلو لپاره مهمه ده.

Image shows Ukraine's port city of Mariupol on May 18

‌د دې سیمې چې لوهانسک او ډونېڅک هم ځان کې رانغاړي، اکثریت اوسېدونکي روسي ژبې دي او مسکو یې د ازادۍ شعار زمزمه کوي.

له دې سره د بریتانیا د دفاع وزارت یوه تازه ارزونه ښيي چې روسیه ښايي د اوکرایین سویل کې د ماریوپول تر بشپړ کنټرول او هلته د وضعیت له ارامېدو وروسته خپل یو شمېر ځواکونه دونباس کې د خپلو عملیاتو ملاتړ او تقویې ته واستوي.