د تصویرونو البوم: د هند په لارو کوڅو کې د تېر ژوند ته یوه کتنه

د عکس سرچینه، Courtesy Raghu Rai and PHOTOINK
نن سبا چې نژدې هر کس یو موبایل ټیلیفون لري او پر انسټاګرام خپل اخیستي تصویرونه له دوستانو سره شریکوي، په هند کې یوه نندارتون کې د هغه مهال تصویرونو یو نندارتون جوړ شو، چې په لارو کوڅو کې اخیستل شوي تصویرونه خورا مهم بلل کېدل.
دغه تور او سپین رنګه ۲۳ تصویرونه د هند هغه مهال مشهورو عکاسانو کیتاکي شیث، پابلو بارتومیو، رګو رای او سوني تراپوریوالا اخیستي وو.
دا تصویرونه له ۱۹۷۰ تر ۲۰۰۰ م کال پورې اخیستل شوي، چې په هند کې په لارو کوڅو کې د ورځني ژوند په معمولاتو د بوختو خلکو د دا ډول تصویرونو اخیستو یو زرین دور بلل کېږي.
په ډیلي کې د فوټواینک په نامه د نندارتون منتظیمنو اداره وايي، دا هغه وخت و، چې د تصویرونو لپاره لیکلې اجازې ته اړتیا نه وه، بلکې د لارویانو خاموشي یو ډول تفاهم بلل کېده.

د عکس سرچینه، Courtesy Raghu Rai and PHOTOINK

د عکس سرچینه، Courtesy Sooni Taraporevala and PHOTOINK

د عکس سرچینه، Courtesy Pablo Bartholomew and PHOTOINK

د عکس سرچینه، Courtesy Ketaki Sheth and PHOTOINK


د عکس سرچینه، Courtesy Raghu Rai and PHOTOINK















