شري لنکا کې احتجاجونه: د بېلابېلو دينونو خلک يو موټی شوي
د خپرېدو وخت
شري لنکا سره له دې چې پخوانی ولسمشر يې ګوټابايا راجاپاکسا ترې وتښتېد او بيا يې له دندې استعفا وکړه، لا هم له اقتصادی او سياسي ناروښانتيا سره مخامخ ده.
خو د اوږدمهاله حکومت ضد احتجاجونو پر مهال يو نوی حالت رابرسېره شوی دی. دا اوس اوس د شري لنکا بېلابېلو دینونو خلکو ترمنځ يوالی په زياتېدو ښکاري.
د بي بي سي نيټين سريواسټاوا پرې له کولمبو پر يوې داسې هيلې راپور رالېږلی، چې له روان کړکېچه د ټولنې بېلابېلو پرګنو ترمنځ د راټوکېدلي يوالي او تړاو نښې ښيي.