نړۍ کې د ګرمۍ څپه
د خپرېدو وخت
په بریتانیا، فرانسې او د اروپا په ډېرو نورو برخو کې د تودوخې درجه د ریکارډ کچې ته لوړه شوې ده. د بریتانیا د هوا پېژندنې ادارې په ډېرو برخو کې د سور رنګ خبرداری ورکړی دی او وايي د تودوخې کچه ښايي ۴۰ درجو ته لوړه شي.
په فرانسه کې بیا وحشي اورونو هم اندېښنې راپارولي چې ۱۷ سوه اوروژونکي یې د کابو کولو هڅه کوي. يوازې اروپا نه د افغانستان او پاکستان په گډون ډېرې نورې سيمې هم سږ کال له بدې گرمۍ کړېږي.
لکه د سيد عبدالله نظامي په دې رپوټ کې چې به يې وگورئ هلمند او پېښور کې له لمر سره تړليو ناروغيو ډېر ماشومان تر روغتونه رسولي دي.