اوروژنې ته چې ورغی، لس وژل شوي یې د کورنۍ غړي وو
د خپرېدو وخت
د امریکا پنسلوانیا ایالت یوه کور کې اور درې ماشومان او اوه لویان وژلي او د اوروژنې هغه مامور ټپي شوی چې د اوروژنې لپاره ورغوښتل شوی و، خو چې ویې کتل قربانیان یې د کورنۍ غړي دي.
د پنسلوانیا پولیسو د شپږو قربانیانو نومونه کره کړي، خو لا تر اوسه یې د تر ټولو کوچني قرباني هویت نه دی په ډاګه کړی. د ماشومانو عمرونه د پنځو، شپږو او اوو کلونو ترمنځ ښودل شوي.
د اور لګېدو د لامل پوهېدو په اړه جنايي څېړنه پیل شوې ده.