کرووېشيا کې د ګاډي چپه کېدو له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۲ ټپيان دي

کرووېشيا
د خپرېدو وخت

په کرووېشيا کې د پولنډي زيارت کوونکو يو ګاډی له سړک تر اوښتو وروسته چپه شوی چې ۱۲ تنه په کې وژل شوي دي.

ويل کېږي پاتې نور ټول ۳۲ تنه ټپيان شوي چې د ۱۹ تنو روغتيایي حالت خراب دی.

دغه زيارت کوونکي په بوسنيا کې د کاتوليکانو يوه زيارت ته روان وو.

د پولنډ د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په ګاډي کې سپاره ټول کسان پولنډيان دي.

ويل کېږي بس د جمعې په شپه د پولنډ له چيستوچووا ښار څخه روان شوی و.

د پولنډ د عدليې وزير او لوی څارنوال د وراسا څارنوالی دفتر ته امر کړی چې د پېښې د لامل په اړه پلټنې پيل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د پولنډ دوه وزيران د پېښې ځای ته تللي دي.

په لومړی سر کې د ۱۱ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و خو وروسته يوه بل کس په روغتون کې ساه ورکړه.

د کرووېشيا لومړي وزير انډريج پلينکووېچ د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او پر ټوېټر پاڼه يې ليکلي چې د بېړني خدمتونو څانګه تر خپله وسه مرسته کوي.

په پولنډ کې د بوسنیا ميدجوګورجي کوچنی ښار د زيارتونو له کبله خورا مشهور دی.