د ایران د بشري حقونو سازمان: په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۵۴ کسان اعدام شوي

ايران
د خپرېدو وخت

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په ایران کې لږ تر لږه ۳۵۴ کسان اعدام شوي چې ۷۱ تنه یې بلوڅان دي.

په ناروې کې د بشري حقونو دغه خپلواک سازمان په خپل تازه راپور کې چې نن خپور شوی، ویلي له دغو کسانو پنځه تنه د هغو مظاهرو په تړاو چې د ۱۴۰۱ کال د سپټمبر په میاشت کې پیل شوي، اعدام شوي دي. دوه تنه بيا د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، یو ایرانی الاصله سویډنی چې حبیب اسيود نومېده او یو ایرانی-بریتانوی تابعیت لرونکی علیرضا اکبري چې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال و، هم اعدام شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې په اعدام شویو کسانو کې شپږ یې ښځې دي او دوه یې په عام محضر کې اعدام شوي دي.

دغه راپور وايي، د اعدام شوو کسانو له ډلې ۲۰۶ یې د نشه يي توکو په تړاو تورن و، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر، محمود امیري مقدم، د اعدامونو موخه "د لاریونونو د مخنیوي لپاره د ټولنې ډارول" ګڼلي دي.

ایران

په ایران کې څو مياشتې مخکې هغه وخت اعتراضونه پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوه مېرمن پولیسو د "حجاب نه مراعتولو" په تور ونیوله او وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

خلک ایراني امنیتي کسان تورنوي چې ګواکې هغه د دوی د شکنجې له کبله مړه شوې.

اروپايي ټولنې، بريتانیا او ګڼو نورو هېوادونو په ایران کې د لاریونونو پر مهال د یوې حکومت پلوې د وژل کېدو په تور د دوو کسانو اعدامېدل غندلي وو.