نېدرلنډز شري لنکا او اندونیزیا ته لوټل شوې خزانې بېرته ورکوي

د لومبوک خزانه په ۱۸۹۴ کال کې هالنډي پوځيانو لوټ کړې وه.
د عکس تشریح، د لومبوک خزانه په ۱۸۹۴ کال کې هالنډي پوځيانو لوټ کړې وه.
    • Author, ماتیا بوبالو
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

نېدرلنډز هغه سلګونه ارزښتمن ارزښتمن هنري اثار اندونیزيا او شري لنکا ته بېرته ورکوي چې د دې هېوادونو مستعمره کېدو پر مهال ترې راوړل شوي وو.

په دې کې په ګرانه بیه ګاڼه سمبال یو توپ او له لومبوک نومې خزانې لوټل شوي اثار هم شامل دي. په یوه نوي رپوټ کې ویل شوي، که د دې هېوادونو حکومتونه وغواړي، نو دا اثار به بېرته ورته وسپارل شي.

د نېدرلنډ استعماري ماضي په تړاو د بحثونو او نیوکو له ډېرېدو وروسته د دې اثارو بېرته سپارلو پرېکړه شوې ده. د یادونې ده، چې په دا وروستیو کلونو کې ځینو نورو هېوادونو هم په تېر کې لوټل شوي اثار اړوند هېوادونو ته سپارلي دي.

په دې کې تر ټولو مشهوره بېلګه د بریتانیا او جرمني له موزیمونو د دغسې اثارو بېرته ورکړې هوکړې دي. په دې کې د ژیړو هغه اثار هم شامل دي، چې په ۱۸۹۸ کال کې پر نایجریا د بریتانوي پوځ د یرغل پر مهال لوټ شوي وو.

د نېدرلنډز کلتور وزیرې ګونای اوسلو په دې هکله وویل: ''دا لومړی ځل دی، موږ داسې اثار بېرته سپارو چې باید هېڅکله په نېدرلنډ کې نه وای. خو موږ یوازې اثار بېرته نه سپارو، بلکې موږ له اندونیزیا او شري لنکا سره په لا پراخه کچه د همکارۍ یوه نوي پړاو ته رسېږو. ''

په هغو اثارو کې چې نېدرلنډز یې بېرته اندونیزیا ته سپاري د (لومبوک) نوې خزانې هغه ګاڼې، ګران بیه ډبرې، غمي، سره او سپین زر هم شامل دي چې په ۱۸۹۴ کال کې د اندونیزيا پر لومبوک ټاپو د نېدرلنډ هغه مهال اشغالګر پوځ د یرغل پر مهال لوټ شوي وو.

Bronze gem encrusted cannon
د عکس تشریح، د برونزو دا توپ هم چې فکر کېږي، د شري لنکا اشرافو تر منځ د ډالۍ په توګه تبادله شوی و.

شري لنکا ته بیا په ګاڼو پسولل شوی توپ بېرته ورکول کېږي چې په اتلسمه پېړۍ کې چمتو شوی، د امسټرډام په ریجسک موزیم کې ساتل کېږې او فکر کېږي چې ۱۷۴۰ کې د شري لنکا یوه اشرافي کس لخوا د کانډې پاچا ته ډالۍ شوی و.

بارو دا دی چې د هالنډیانو لاس ته دا توپ هغه مهال ولوېد چې په ۱۷۶۵ کال کې د دوی ځواکونو د شري لنکا پر کانډې پاچاهۍ برید وکړ.

دا هېواد په ۱۷ پېړۍ کې هغه مهال په یوه لوی استعماري قوت بدل شو چې د نړۍ په لر او بر کې یې پراخې سیمې لاندې کړي او د مرییانو هالنډي سوداګرو له ۶۰۰ زره ډېر کسان قاچاق کړل.