السلوادور زندان کې زرګونه مجرمين بنديان دي

د ویډیو تشریح، السلوادور زندان کې زرګونه مجرمين بنديان دي
د خپرېدو وخت

دا تېره فبرورۍ د اېلسوادور ولسمشر نائب بوکېلي اعلان وکړ، چې د ورانکارو ډلو غټ کسان د دغه هېواد نوي پرانيستل شوي لوی زندان ته لېږدوي.

دا د ورانکاره ډلو ځپلو کې د دغه هېواد تازه ګام دی. خو د پرانيستې زوږ سره يې په دې اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي، چې په ټاکلي ډول څوک دغه زندان کې ساتل کېږي، او څه ډول حالتونو کې.

اوس د بي بي سي مونډو يا اسپانوۍ څانګې يوې پلټنې په کمپيوټر کاږل شوي جوړښتونه کارولي، چې وښيي د دغه لوی زندان خونو کې ژوند څه ډول دی.