له غزې نه مصر ته د ټپي ماشومانو اوښتل

د ویډیو تشریح، له غزې نه مصر ته د ټپي ماشومانو اوښتل
د خپرېدو وخت

فلسطیني چارواکي وايي، د جګړې له پیلېدو راهیسې لومړی ځل له غزې نه شاوخوا ۳۰۰ ټپي د غزې اوسېدونکي او بهرني پاسپورټ لرونکي کسان د رفح له لارې مصر ته اوښتي دي.

په سیمه کې بي بي سي ته یوه اردني سړي وویل، غزې ته د خپلې کونۍ د لیدو لپاره تللی و چې جګړه پیل شوه دی هم بېرته په ستنېدو ونه توانېد.