حزب الله سيمه کې د پراخې جګړې خبرداری ورکړی
د خپرېدو وخت
په لبنان کې د شیعه اسلامي سخت دریځې ډلې حزب الله مرستیال ویلي په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې خطر شته. هغه وايي دلیل یې په غزه کې د اسرائیلو بمباري او د ملکي وګړو وژل دي.
شیخ نعیم قاسم بي بي سي ته وویل "سیمه نور د دې زغم نه شي کولی."
حزب الله چې ایران یې ملاتړ کوي د اسرائیلو ویجاړولو ته ژمن دی او د بریتانیا، امریکا او عرب لیګ هېوادونو لخوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.
شیخ قاسم په یوه کمسارې مرکه کښې په بیروت کې د بي بي سي د نړیوالو چارو له مشرې خبریالې اورلا ګیرین سره خبرې کړې دي. لومړی یې پوښتلی چې د یوې لویې سیمه ییزې شخړې شونتیا څومره ده: