اسراييلو د ايران ضد جاسوسي سپوږمکۍ وتوغوله

د اسراييلو دفاع وزارت ویلي چې د تل ابیب ښار به جنوب کې له هوايي اډې'ماشیم' نه يې د 'افق۹' په نامه يوه جاسوسي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله.
دفاع وزارت په يوه ويناپاڼه کې ويلي چې دغه مصنوعي سپوږمکۍ يې د سه شنبې په ورځ ناوخته وتوغوله.
ویناپاڼه کاږي چې يوه تخنيکي ډله د دغې توغونې د پايلو په انتظار ده .
که څه هم په ويناپاڼه کې ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د اسراييلو رادیو ويلي دغه سپوږمکۍ د پخوانیو هغو -'افق۹'- په ډول ده.
راديو په يوه خبر کې ويلي چې له دې توغونې موخه د ايران د اتومي فعالیتونو د رڼو او نژدې عکسونو اخيستل دي.
د رادیو د رپوټ پر بنسټ، دغه مصنوعي سپوږمکۍ په اسراييلو کې جوړه شوې، چې د شافیت توغندیو هوايي مدار ته يې استولې ده.
د اسراييلو پوځي چارواکو ويلي دغه نوې سپوږمکۍ دا وړتیا لري، چې له فضا څخه ډېر رڼه او نژدې عکسونه واخلي.
په ۲۰۰۴ ال کې د اسراييلو لخوا د تخنيکي ستونزې له کبله په سمندر د افق ۶ په نامه یوه توغول شوې سپوږمکۍ راپرېوته.
د اسراييلو په اړه، چې په منځني ختيځ کې يوازېنی اتوم لرونکی هېواد بلل کېږي، داسې انګېرنه ده، چې ګني ايران يې پروړاندې د اتوم بم جوړولو هڅې کوي، خو تهران بیا دا تورونه تل غندلي دي.





















