د ژوند د اوږدوالي د احتمالي وړاند وينې نوي ساينسي لاره

د ساينسي څېړنو خونه
د عکس تشریح، پلټنونکي وايي دوى ته هم پر دې پوهېدل ډېر مهم دي چې په ډي اين اې کې دغه زرې څه کوي او ولي د اوږده ژوند پټ راز په کې نغښتى دى؟
    • Author, ژباړه: عبدالمتين سمسور
    • دنده, له لندنه
  • د خپرېدو وخت

ساينس پوهانو داسې يوه لاره موندلې چې پر بنسټ يې وړاندوينه کېږي چې په ممکنه ډول به يوڅوک له سلو کلونو ور اخو نور څومر ژوندى وکړي .

دغه موندنې د هغو خلکو له اوږدې ارزونې ترلاسه شوې چې تر سلو کلونو يې ډېر ژوند کړى دى .

ډېر لږ کسان اوږد ژوند لري او په پرمختللو هېوادونو کې په شپږ زرو کسانو کې يواځې يو يې تر سلو کلونو ډېر ژوند کوي.

اوس ، د امريکا د بوسټن د پوهنتون ساينس پوهانو زموږ په ډي اين اي کې يوسلو پنځوس داسې زرې موندلې چې د عمر له اوږدوالي سره مرسته کوي .

دانه ده څرگنده چې دغه زرې څه کوي؟ خو دا روښانه ده چې دغه زرې د شکرې او د زړه ددرېدو په شان ناروغيو کې ښکېلې نه دي چې زاړه خلک ترې کړېږي .

دساينس په مياشتنۍ مجله کې خپاره شوي د بوسټن د ډلې ريپوټونه وايي د دوى له خوا د کارول شوې لارې پربنسټ په سلو کې اوه اويا کېداى شي چې په دقيق ډول ددې وړاندوينه وشي چې له سلو کلونو ور اخوا يو څوک څومر ه ژوند کوي.

که څه هم دا ثابته خبره نه ده ، خو دوى وايي دا به اوس ممکنه وي چې د ډي اين اې په ساده ازموينې سره ددې وړاندوينه وشي چې په احتمالي ډول به د يوه چا ژوند څومره اوږد وي .

پلټنونکي وايي دوى ته هم پر دې پوهېدل ډېر مهم دي چې په ډي اين اې کې دغه زرې څه کوي او ولي د اوږده ژوند پټ راز په کې نغښتى دى؟