اوباما: د امريکا د کډوالو نظام سمون ته اړتيا لري

ښاغلی اوباما
د عکس تشریح، ښاغلی اوباما وويل د امريکا د کډوالو نظام په سياسي لوبو کې راګير شوی دی.
    • Author, سيد عبدالرحيم
    • دنده, له نيويارک څخه
  • د خپرېدو وخت

د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپله وينا کې د دغه هيواد دکډوالو نظام له کاره لوېدلی وباله او د دغه نظام د سمون هڅې يې په سياسي لوبو کې بندې وبللې.

ده وويل دغه بېکاره نظام اوس د دې سبب شوی چې ايالتونه د دغه ډول چارو واک پخپل لاس کې واخلي.

د واشينګټن په يوه پوهنتون کې د وينا پر مهال بارک اوباما دکډوالو په اړه د اريزونا ايالت نوی جوړ شوی قانون وېشونکی وباله.

ده وويل امريکا دغلته ټولو ته منلی معيار غواړي.

خو داسي ويل کېږي چې په ولسي جرګه کې د جمهوري غوښتونکو له ملاتړه پرته دا کار شونی نه دی.

د ولسمشر اوباما دغې وينا ته ځيني خلک د کډوالو په باب د امريکا د متکبرو نظرياتو پر وړاندې يواځې د خوږو او پستو خبرو په سترګه ګوري چې د دوی په وينا عملي اغېزه يې کمه ده.

که څه هم د ښاغلي اوباما له وينا څخه دې کار ته د هغه بيړه له ورايه ښکارېده خو دا خبره يې ګردسره ياده نه کړه چې کانګرس دې دا کار کله وکړي؟

ډېر لږ کسان داسې باور لري چې د امريکا د مني د منځمهالې دورې ترټاکنو مخکې دې په دې هکله کومه مبارزه وشي.

ښاغلي اوباما دخپلو ټاکنيزو ځغاستو پر مهال ژمنه کړې وه چې که يې سپينه ماڼۍ وګټله نو دا جنجال به ختموي.

امريکايي چارواکي وايي د ولسمشر د وروستۍ وينا يو سبب د اريزونا نوی قانون دی.

په دغه ايالت کې د نوي قانون له مخې که کډوال دکډوالۍ سرکاري اجازه ونه لري نو سيمه ييز چارواکي يې نيسي.

امريکا ته هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه بې شمېره قانوني او ناقانونه کډوال په دې فکر را مات وي چې امريکا د دوی په باور يو ګل وګلزار هېواد دی .

په امريکا کې ميليونونه ناقانونه کډوال مېشت دي چې له وړتياو څخه يې د ژوند په هر ډګر کې ډېر زيات ډول ډول ناقانونه کارونه اخيستل کېږي.

ځينې اصلاح غوښتونکي غواړي چې دغو کسانو ته دې سرکاري اسناد ورکول شي خو د امريکا محافظه کاره طبقه د دې کار سخت مخالفه ده.