هند او پاکستان د لوړې کچې خپلمنځي خبرې سره کوي

د پاکستان او هند د بهرنيو چارو وزيران په اسلام اباد کې سره جرګه کېږي چې د ممبيي له بريدونو راوروسته د سولې ځنډېدلې خبرې له سره پېل کړي.
ويل کېږي د دواړو لورو تر منځ د خبرو اصلي موضوع د ترهګرۍ مسله ده .
هند ټينګار کوي چې پاکستان بايد په 2008 کال کې د هند په سوداګريز ښار ممبيې کې شويو بريدونو کې لاسلرونکي و نيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
په دغو بريدونو کې اسلامپالو وسله والو تر يو سلو شپېتو زيات کسان ووژل.
د ممبيي بريدونو څو ځله د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې ګډوډې کړې او هند پاکستان تورنوي چې د هغو اورپکو پر ضد ډېر څه نه کوي چې پر هند د بريدونو لپاره په پاکستان کې پلانونه جوړوي.
دغه راز ويل کېږي چې پاکستان به له هند سره د اوبو د منابعو د شراکت خبره مطرح کړي چې پاکستان فکر کوي هند وړاندې له دې چې سيندونه پاکستان ته ور داخلېږي اوبه يې هند ترې اړوي.
د هند د بهرنيو چارو وزير اس ام کريشنا وايي د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې لانجمنې مسلې شته چې هواري لارې چارې غواړي.
ښاغلي کريشنا وويل چې پاکستان ته يې د سولې پيغام راوړی دی .
په 2008 کال کې د هند په تجارتي مرکز ممبيې کې د ترهګريزو بريدونو له امله هند له پاکستان سره د خبرو پروسه ځنډولې وه .
څارونکي وايي چې دواړه هېوادونه د امريکا فشار خبرو ته اړ کړي دي .
ها خوا پوليس وايی د سوات درې د مينګورې په ښارګوټي کې يوه بس سټشن ته څېرمه چاودنه کې درې کسه وژل شوي .
رپوټونه وايي په پېښه کې تر دېرشو نور ډېر ژوبل دي.





















