ډيلی د لوبو امنيت په بيزوګانو ساتي

- Author, ژباړه: ابراهيم اميري
- دنده, له لندنه
- د خپرېدو وخت
په ډيلي کې د همګټو هېوادونو ترمنځ د لوبو د امنيت په خاطر يو شمېر بيزوګانې هم ګومارل شوې دي.
دا بيزوګانې اوږده تور مخونه او اوږدې لکۍ لري او کار يې دا دی چې د نورو بيزوګانو مخه ونيسي چې د لوبو ځايونو او لوبغالو ته لاړ نه شي.
دم ګړۍ لس بيزوګان په دې دندې ګومارل شوي دي.
د ډيلي چارواکي وايي ۲۸ دغسې بيزوګان لري خو ددې لوبو لپاره يې لس نور له راجستان ايالت څخه ورغوښتي دي.
په ډيلي کې زرګونه بيزوګان شته چې ډېر ځله د دولتي ادارو په شاخوا او نورو عامه ځايونو کې خلک ځوروي.
اوس د بيزوګانو دغه نسل چې لونګر ورته وايي د کوچنيو او نورو بيزوګانو د مخنيوي په خاطر د لوبو په ځايونو کې ځای پرځای شوي چې د دوی د ځانګړي خاوند له خوا به کنټرولېږي.
همدا خاوند يا ساتونکی دی چې کله نور بيزوګان د لوبو ځای ته راځي د لونګر بيزوګان پرې ورخوشي کوي چې ويې شړي.
ويل کېږي د هاکي او سوک وهلو لوبغالو ته به د بيزوګانو راتګ د نورو ځايونو په پرتله ډېر شونی وي خو چارواکي وايي دوه دوه لونګر بيزوګان به لوبغالي څاري او دوه نور به يې د تيارسۍ په حالت کې وي.





















