نن په تاريخ کې – د اکټوبر پر اوومه نېټه:

نن په تاريخ کې – د اکټوبر پر اوومه نېټه:
· ١٤٩٢ کال: کريستوفر کولمبوس څخه لاره خطا شوه او له کليفورنيا څخه بلې خواته کوږ ولاړ.
· ١٧٧٧ – امريکاييانو د ساراتوگا په دويمه جگړه کې انگرېزان مات کړل.
· ١٨٤٠ – لومړى ويليم د هالنډ له پاچايۍ څخه لاس پر سر شو.
· ١٨٨٦ – اسپانيا په کيوبا کې مرييتوب لغوه کړ.
· ١٩١٩ – د لندن او امستردام تر منځ لومړنۍ هوايي کرښه ټينگه شوه.
· ١٩٢٦- د ايټاليا د فاشستانو کانگرس جوړ شو.
· ١٩٣٨- جرمني امر وکړ چې ټولو يهودانو ته دې په پاسپورت کې د J تورى وليکل چې د Jew يا يهود د کلمې لومړى تورى دى.
· ١٩٤٢ – جرمني لښکرو د شوروي اتحاد د خاورې يوه بله برخه ونيوله.
· ١٩٥٠ – امريکايي ځواکونه کوريا ته ننه وتل.
· ١٩٧٧ – شوروي اتحاد نوى اساسي قانون تصويب کړ.
· ١٩٨١ حسني مبارک د وژل شوي انور سادات پر ځاى د مصر موقت ولسمشر شو.
· او ٢٠٠١ کال د اکټبور اوومه پر افغانستان د امريکايي الوتکو بمبارۍ د طالب رژيم د ړنگولو لپاره پيل شوې.





















