نړیوال شفافیت: افغانستان په فساد کې دویم نمبر هېواد دی

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, لندن
  • د خپرېدو وخت

د روڼوالي یا شفافیت د نړیوالې ادارې له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې افغانستان د تېر کال په څېر د فساد د ډېروالي له اړخه تر صومالیا وروسته دویم ځای لري.

شفافیت
د عکس تشریح، د نړیوال شفافیت ټولنه وايي د فساد پرضد باید نړیوال جدي ګامونه پورته کړي.

خو سږکال د افغانستان تر څنګ برما هم د فساد د ډېر والي په برخه کې له افغانستان سره په برابره کچه کې راغلی دی.

دنمارک، نيوزیلڼد او سنګاپور په نړۍ کې تر نورو په فساد د لږ ککړو هېوادونو په ډله کې راغلي دي، خو تر ټولو په فساد ډېر ککړ سومالیا برما او افغانستان بلل شوي دي.

برتانیا د ۱۷۸ هېوادونو په کتار کې شلم ځای لري.

په روسیه کې هم د فساد کچه لوړه ښوول شوې چې د نړۍ د هېوادونو په کتار کې ۱۵۴ ځای لري.

خو د روڼوالي نړیوالې څارډلې په څېړنه کې ځینو هيوادو د فساد په کمولو کې پرمختگ کړى دى لکه چیلي، یوراګوې، او اسراییل. دې پر خلاف، په ځینو هېوادونو لکه هنګري ، ایټالیا او امریکا کې اداري فساد د تېر کال په پرتله ډیر شوی ښودل شوى دى.

دا دويم پرله پسې کال دى چې افغانستان د لست په پاى کې راځي، مانا دا چې فساد په کې نه يوازې کم شوى نه دى، چې اوس هم يوه ستونزه ده. په دې برخه کې يوازې سوماليا تر افغانستان ټيټ ځاى لري، او تر هغه را وروسته ميانمار له افغانستان سره دويم ځاى په گډه نيولى دى.

خو د رپوټ د چمتو کوونکې څار ډلې يوه چارواکې - خوانیتا رویانو وايي د لست پاى ته لوېدل هرومرو د خورا ډېر فساد د شتوالي مانا نه لري:

''موږ هيوادونو ته درجې نه ورکوو او څه چې د فرضي فساد دا شاخص ښيي، دادى چې په افغانستان کې د فساد مشاهده شوې کچه خورا لوړه ده. خو ددې مانا دا نده چې گنې دا په نړۍ کې تر ټولو فاسد هيواد دى. يوازې خبره داده چې هلته د ليدل شوي فساد په برخه کې ستونزه شته.''

د فساد د شاخص کلنى رپوټ په هيوادونو کې دننه او د باندې د پلټنو او مرکو له مخې چمتو کېږي. اغلې رويانو وايي د پلټنې هدف دادى چې هيوادونه په عامه ډگر کې د فساد له کچې او گواښونو څخه خبر شي او د مخنیوي لارې يې وسنجوي:

دغه ټولنه وايي، دنمارک، نیوزیلنډ او سنګاپور بیا د نړۍ تر ټولو ډېر شفاف هېوادونه ښودل شوي.
د عکس تشریح، دغه ټولنه وايي، دنمارک، نیوزیلنډ او سنګاپور بیا د نړۍ تر ټولو ډېر شفاف هېوادونه ښودل شوي.

''د فرضي فساد شاخص يوازې يو عمومي تصوير وړاندې کوي او غوره ده چې دې ته د خبردارۍ د يوه سيستم په سترگه وکتل شي. دا شاخص ښيي چې په هيوادونو کې د فرضي فساد د لوړتيا په برخه کې ستونزه شته او که نه.

سمه ده چې په يوه هيواد کې د فساد د سنجولو لپاره د لا پخو لارو چارو کارول ضروري دي، خو ددې مانا دا نده چې د فساد د فرضي فساد شاخص سمه لاره نشي ښودلى. هغه، هيوادونو ته په گوته کوي چې بايد دننه په سيستم کې د ژورې کتنې له لارې، د فساد څرگند شوي عوارض له منځه يوسي.''

څار ډله وايي په نړیواله کچه د فساد حالت د سختې اندیښنې وړ دی او چې څومره بيوزلي ډېرېږي، د فساد گواښ هم ورسره خېژي.

د شفافیت نړویوالې ټولنې د سږ کال په خپل کلني رپوټ کې ویلي په نړۍ کې لاهم صومالیا، افغانستان او عراق هغه هېوادونه دي، چې د فساد کچه پکې اوج ته رسېدلې ده.

دغه ټولنه وايي، دنمارک، نیوزیلنډ او سنګاپور بیا د نړۍ تر ټولو ډېر شفاف هېوادونه ښودل شوي.

د تېرې سه شنبې پرورځ دغې ټولنې وویل چې د نړۍ په کچه په هغو هېوادونو کې چې فساد ډېر زیات دی، باید د مخنيوي لپاره یې مناسبې لارې چارې ولټول شي.

د شمېرو له مخې هغه هېوادونه چې فساد پکې لږ او شفافیت ډېر دی:

  • دنمارك
  • نيوزیلنډ
  • سنګاپور
  • فنلنډ
  • سویډن
  • کاناډا
  • هانلډ
  • استراليا
  • سويس
  • ناروې
  • ايسلنډ
  • لوګسمبورګ
  • هانګ کانګ
  • ايرلنډ
  • نمسا
  • المان

او هغه هېوادون چې فساد پکې زیاتېدونکی دی:

164. د کانګو دیموکراتیک جمهوریت

165. ګینیا

166. قرغيزستان

167 ونزوېلا

168. انګولا

169. استوايي ګینیا

170. پوروندوی

171.چاد

172. سوډان

173. تركمنستان

174. اوزبكستان

175. عراق

176. افغانستان

177. مینامار

178. صومالیا

خو د منځني ختيځ په کچه د شفافیت لرونکو هېوادونو لېست په دې ډول ښودل شوی دی:

  • قطر ۱۹
  • متحده عربي امارات ۲۸
  • اسراییل ۳۰
  • عمان ۴۱
  • البحرين ۴۸
  • اردن ۵۰
  • سعودي عربستان ۵۰
  • کویټ ۵۴
  • تونس ۵۹
  • المغرب ۸۵
  • جيبوتي ۹۱
  • مصر ۹۸
  • الجزائر ۱۰۵
  • لبنان ۱۲۷
  • سوريه ۱۲۸
  • موريتانيا ۱۴۳
  • ليبيا ۱۴۶
  • يمن ۱۴۶
  • سوډان ۱۷۲
  • عراق ۱۷۵
  • صومالیا ۱۷۸