عربستان: لوی اختر د نومبر پر ۱۶ دی

د سعودي عربستان سترې محکمې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې د تېرې شنبې ورځې په ماخوستن یې ذي الحجه میاشت ولیدله، چې په دې سره د سه شنبې پر ورځ، د نومبر میاشتې پر ۱۶مه د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
ستره محکمه وايي چې "حاجیان به عرفات ته د دوشنبې پر ورځ ځي، چې د نومبر له ۱۵مې سره برابره ده، خو لوی اختر به په سه شنبه وي، چې د ذي الحجې میاشتې له لسمې نېټې سره سمون خوري. "
په ویناپاڼه کې دا هم راغلي چې :"سترې محکمې ته ذي القعدې میاشتې پر ۲۹مه د شنبې ورځې پر ماخوست ثقه شاهدانو دا شاهدي ورکړې چې د ذي الحجې میاشت یې لیدلې ده، چې په دې سره به د یکشنبې ورځ چې د نومبر له اوومې سره برابره ده، د ذي الحجې لومړۍ ورځ وي. "

د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت ویلي چې سږ کال د نړۍ له ګوټ- ګوټ نه دغه هېواد ته یو اعشاریه یو میلیون حاجیان ورغلي دي.
سرچینه وايي چې سپېڅلو ځایونو ته به د ذي الحجې میاشتې پنځمه نېټه د حاجیانو د تلو لپاره وروستۍ ورځ وي.
د حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال د نړۍ او په تېره بیا د اسلامي هېوادونو کابو دوه میلیون حاجیانو ته تابیا نیول شوې ده.
له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې د شپې تر یوولسو بجو وروسته مدینې منورې ته پرحاجیانو له دې امله د تګ بندیز لګېدلی، چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته شوې او دا چې د ترافيکي پېښو مخه ونیول شي.

















