مصر: د تاجک زده کوونکو په اړه د هغه هېواد پرېکړه ناسمه ده

د مصر الازهر چې د اسلامي نړۍ تر ټولو اغېزناکه پوهنيزه موسسه بلل کېږي، هغه ګام غندلی چې له مخې يې دا اونۍ څه باندې سل تاجک زده کوونکي په زوره خپل هېواد ته استول شوي دي.
تاجکستان ويلي دغه زده کوونکي د درېيم هېواد له لارې مصر ته تللي ول، او هلته يې په ناقانونه ډول زده کړې کولې.
تاجک حکومت بهرنيو مدرسو او اسلامي پوهنتونونو ته د پړې ګوته نيسي چې د تاجکستان بېوزلي ځوانان توندلارۍ ته ورکاږي.
خو د الازهر يو چارواکي (فرحات المنجي) له بي بي سي عربي سره په خبرو کې د دوشنبې ورځې پر دغه ګام نيوکه کړې او دا يې د الازهر نوم بداوی بللی دی.
خو په تاجکستان کې د امام علي رحمان حکومت پر دې ټينګار کوي دوی به پرې نږدي چې اسلامي خيريه ټولنې له تاجک زده کونکيو سره مرسته وکړي چې له مخې يې په بهر کې توندلاری فکر خپل کړي.
په تېر اګست کې ولسمشر رحمان پر تاجک پلرونو او مېندو غږ وکړ چې خپل زامن او لوڼې بهر ونه لېږي، او بيا يې له بهره د تاجک زده کوونکيو د بېرته ستنولو امر وکړ.
له هماغه راهيسې چارواکي وايي سل ګونه تاجک زده کوونکي له ايران، پاکستان، او دا اونۍ له مصر بېرته خپل هېواد ته بېول شوي دي.
راپورنه وايي د بېرته ستنولو دغه بهير د زده کوونکو له مېندو او پلرونو سره له سلا پرته ترسره کېږي، چې ډېری يې د بېرته ورغوښتلو وس نه لري.
هغوی چې پر دغه بهير نيوکې کوي، پر ولسمشر رحمان يې د دې هڅې تور هم لګولی چې ګنې له مخې يې غواړي، له بېوزلۍ سره تړلې توندلارۍ، کمزورې حکومت کونې او له القاعدې سره تړلې اورپکۍ ستونزو ته د حل ساده لارې راوګوري.





















