روسۍ الوتکه دوه ځايه شوه خو ډېرې سپرلۍ يې روغې دي

الوتکه
د عکس تشریح، لا تر اوسه روښانه نده چې ستونزه څه شي ټوکولې وه. روس واکمنو پلټنې پيل کړي دي.
    • Author, سټيو روزنبورگ
    • دنده, مسکو
  • د خپرېدو وخت

د روسيې په يوه سپرلۍ وړونکې الوتکه کې چې د بيړنۍ ناستې پر مهال له ودانيو سره ولگېده او ماته شوه، لسگونه کسان په معجزه يي ډول ژوندي پاتې شوي دي.

په پېښه کې دوه تنه مړه شوي دي.

الوتکه د مسکو له ونوکووه هوايي ډگر نه پورته شوې وه او شمالي قفقاز ته روانه وه چې له ستونزو سره مخامخ شوه.

په دې توپولوف ١٥٤ ډوله الوتکه کې ١٥٥ تنه سپاره و چې د داغستان جمهوريت ته تلل.

خو تر الوتو يې لا نيم ساعت نه و تېر چې لس زره متره پورته يې په سيستم کې گډوډي رامنځته شوه.

خبرونه وايي چې د الوتکې درې واړه انجنونه يو په بل پسې له کاره ولوېدل.

د داغستان د هوايي کرښې دې الوتکې ته لارښوونه وشوه چې په څنگ کې د مسکو يوه بل هوايي ډگر - دمادېدووه ته ورشي او په بيړه کېني.

همدا چې ځمکې ته رانژدې شوه، برېښنا- يې پرې شوه او د لار موندنې سيستم يې له کاره ولوېد. پر ځمکه کېناسته، خو له ځغاستليکې نه ووته او څو ټوټې شوه.

دوه سپرلۍ مړې شوې او گڼې نورې يې ژوبل شوې.

لا تر اوسه روښانه نده چې ستونزه څه شي ټوکولې وه. روس واکمنو پلټنې پيل کړي دي.

چارواکي وايي چې ډېرئ سپرلۍ به نن د شنبې په ورځ له داغستان نه په رارسېدلې بله الوتکه ولېږدول شي.