د دسمبر ١٢ مه نېټه د تاريخ په پاڼو کې

د ١٥٢٤ کال په دغه ورځ : پاپ کليمت اووم په روم کې د يهودانو ټولنه ومنله .
١٧٩١ : د امريکا بانک پرانيستل شو .
١٨٠٠ : واشنگټن ډي سي د متحدو ايالاتو پلازمېنه شوه
١٨٢٢ : مکسيکو د متحدو ايالاتو له خوا رسمآ د يوۀ خپلواک هيواد په توگه ومنل شو
١٨٥٨: د کانادا لومړنۍ سکې خپرې شوې
١٨٧٠: جوزف ريني لومړنى تور پوستى امريکايي شو چې ولسي جرگې ته وټاکل شو
١٨٨٤: په اديليد کې د استراليا او انگلستان ترمنځ د کريکټ لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبه پيل شوه
١٩١٣: د موناليزا غلا شوى انځور وروسته له دوو کلونو وموندل شو
١٩١٥: له اوسپنې جوړې شوې لومړنۍ الوتکې په جرمني کې ازمېښتي الوتنه وکړه
١٩١٥ : روسي ځواکونو د فارس همدان سيمه ونيوله
١٩٢٥ : د قاجاريانو وروستى پادشاه وشړل شو او رضا شاه د تخت واگې خپلې کړې
١٩٣٢: شوروي اتحاد او چين ديپلوماتيکې اړيکي بيا پيل کړې
١٩٣٦: چينايي مشر چيانگ کاى شيک د جاپان پر ضد د جگړې اعلان وکړ .
١٩٤٦: د نيويارک په منهتن سيمه کې شپږم نمبر سيمه ملگرو ملتونو ته د ډالۍ په توگه ورکړل شوه ، دغلته د ملگرو ملتونو دفتر جوړ شو
١٩٦٣: کينيا له برتانيا څخه خپلواکي واخيسته
١٩٨٣: په کويت کې د امريکا له سفارت سره له چاوديدونکو توکو ډکه لارۍ وچاوديده .





















