یکیلیکس: عمرالبشیر میلیاردونه ډالر غلا کړي

د ويکيليکس له لوري د امريکا د حکومت د خپرو شويو اسنادو له ډلې څخه په يوه کې ادعا شوې چې د سوډان ولسمشر عمر البشير ښايي نهه ميليارده ډالره له خپل هېواده غلا کړي او د لندن په لايډز بانک کې يې اېښي وي .
په دغه سند کې د امريکايي مامور له خولې ويل شوي د جرايمو د نړيوالې محکمې څارنوال د پيسو د غونډلو دغه مسله د عمر البشير د نيولو له امر څخه وروسته له امريکايي چارواکو سره څېړلې ده .
امريکايي چارواکي وايي که د پيسو د شتون مساله په ډاگه شي، ښايي د عمر البشير په اړه د سوډانيانو نظرونه هم بدل شي.
د سوډان د حکومت يوه وياند دغه ادعا رد کړې او لايډز بانک هم ويلي له دوی سره د البشير کوم حساب نشته.
دغه بانک ویلي "له موږ سره د لویډز او البشیر په نامه هېڅ کوم بانکي حساب نشته. په ټوله نړۍ کې موږ خپلې بانکي څانګې لرو، چې قانوني اجرآت کوي."
"خندوونکې" ادعاوې
په لندن کې د سوډان د سفارت ویاند خالد المبارک دغه ادعاوې رد کړې چې په وینا یې د سوډان د حکومت د بدنامولو لپاره دا د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې یوه بله دسیسه کېدای شي.
ښاغلي المبارک ګارډین ته ویلي "دا ادعا چې ګني ولسمشر البشیر د مالیې وزارت په خپل واک کې راوستی، پیسې یې ترې رایستلې او په کوم خاص ځای کې یې ځای پرځای کړې دي، د خندا وړ او بابیزه خبرې دي."
نوموړی زیاتوي "اوکامبو داسې سړی دی، چې له چوکاټه بهر خبرې کوي، چې دغه ادعاوې د هغه د سیاسي موخو یوه برخه ده. هغه په عراق او غزه کې هم خپلې پلټنې ترسره نه کړې او پاتې پکې راغی."





















