برتانیا: د ملکې لمسۍ له خپل 'بوای فرېنډ' سره کوژده وکړه

د خپرېدو وخت
د برتانیا د ملکې مشرې لمسۍ زارا فیلیپس له خپل پخواني بوای فرېنډ او د انګلستان د ربګبي له وتلي لوبغاړي مایک تیندال سره کوژده وکړه.
د بکېنګهام ماڼۍ ویاند ویلي ۳۲ کلن تیندال له ۲۹ کلنې زارا فیلیپس سره د تېرې دوشنبې په شپه کوژده وکړه.
ملکه د دواړو په کوژده ډېره خوشاله شوې ده.
تر دې ایله څو اوونۍ مخکې شهزاده ویلیام له کیتي میدلټن سره کوژده وکړه، چې ټاکل شوې په ۲۰۱۱ کال کې واده هم وکړي.
آغلې فیلیپس په ۲۰۰۳ کال کې له خپل بوای فرېنډ مایک تیندال سره د استرالیا د رګبي په نړیوالو سیالیو کې وپېژندل او ملګرتیا یې ټينګه کړه.

















