ګيلاني: په وزيرستان کې د عملياتو پرېکړه يوازې پاکستان کوي.

د پاکستان لومړی وزير سيد يوسف رضا ګيلاني د دغه هېواد پارلمان يا (قومي اسمبلۍ) غونډې ته د پنجشنبې (پنځنۍ) په ورځ په خپله وينا کې وويل په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو پرېکړه به د پاکستان پوځي مشران کوي، او دوی به په دې اړه د چا سپارښتنو او لارښوونو ته غاړه نه ږدي.
د (جمعيت علمای اسلام) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان بيا (قومي اسمبلۍ) غونډې ته وويل که امريکا په شمالي وزيرستان کې په کوم پوځي عمل لاس پورې کوي، نو د ده په وينا پاکستانی پوځ هم بايد د جهاد اعلان وکړي.
ښاغلي ګيلاني بيا وويل امريکا لا له وړاندې په افغانستان کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، او په قبايلي سيمو کې د کوم عمل له مخې د لا نورو ستونزو ښکار شي.
په دې اړه له اسلام اباده د طاهر خان راپور دلته اورېدی شیء:
لومړي وزير ګيلاني د نيو يارک يوې محکمې د داوې په اړه وويل د پاکستاني پوځ استخباراتي اداره يا (ای اېس ای) چارواکي که په خپله کومې محکمې ته د تلو پرېکړه ونه کړي، بل څوک يې دې ته نه شي اړ کولی.
ښاغلي ګيلانی دغه خبرې په (قومي اسمبلۍ) کې د مخالف ګوند مشر (چودري نثار علي خان) هغو نيوکو ته په ځواب کې کولې چې د (ای اېس ای) مشر پر ضد د نيويارک يوې محکمې د داوې او حکم په اړه راپورته کړې وې.

د امريکا په نيويارک کې يوې محکمې امر کړی چې د ۲۰۰۸ کال ممبيي بريدونو کې د ښکېلتيا له مخې دې د (ای اېس ای) مشر او د منعه شوې (لشکر طيبه) ډلې يو شمېر مشران محکمې ته وکاږل شي.
لومړي وزير ګيلاني وويل د امريکايۍ محکمې دغې غوښتنې په اړه به سلا مشورې کوي، او دا چې دا د ده په وينا يوه حساسه مساله ده، نو په اړه به يې وروسته دريځ نيسي.
د نيويارک محکمې ته دغه داوه د امريکا قانون له مخې د ممبيي ترهګرو بريدونو کې د ۴ تنه وژل شويو او يوتن ټپي شوي، امريکايانو خپلوانو وړاندې کړې ده.

د راپورونو له مخې د نيويارک محکمې اوس د دغې داوې له مخې محاکمې ته د (ای اېس ای) د مشر جنرال احمد شجاع پاشا او د دغې ادارې پخواني مشر جنرال نديم تاج د راکاږلو غوښتنه کړې ده.
د ۲۰۰۸ کال د نومبر وروستيو کې د ممبی بريدونو کې د ۹ تنه وسله والو په ګډون ۱۷۴ تنه ووژل شول.





















