پاپ نړيوال مذهبي مشران د سولې جرگې ته وربولي

 پاپ
د عکس تشریح، پاپ وويل: "نشواى کېدى چې بشريت پر تاوتريخوالي او نښتو روږديدو ته پرېږدو چې قربانيان زېږوي او د ولس راتلونکې ته خطر پېښوي."
د خپرېدو وخت

د رومن کاتوليکو مسحيانو مشر پاپ بېنېدېکت غواړي په مني کې د نړۍ مذهبي مشران د ايټاليا اسېزي ښار ته وروبولي چې په گډه د سولې د پياوړتيا لارې چار وڅېړي.

ټيک ٢٥ کاله دمخه هم د سولې د دوعا لپاره ورته غونډه مخکني پاپ دويم جان پول په همدې ښار کې جوړه کړې وه.

پاپ دا اعلان د نړيوالې سولې لپاره د ځانگړې دوعا په پاى کې د سنټ پيټر په کليسا کې وکړ.

هغه وويل د گردې نړۍ مذهبي مشران- مسيحيان، مسلمان، يهود، بوداييان او د نورو مذهبي طريقونو پيران د سولې د نړيوالې سرمشريزې لپاره په اکټوبر کې د اسېزي ښار ته وربولي.

هغه د نوي کال په خطبه کې چې داځل مذهبي آزادۍ او زغم ته بېله شوې وه، د مصر په سکندريې کې پر کليسا د وړمې شپې بريد ته مخامخ گوته ونه نيوله، خو پر سولې او مذهبي زغم يې ټينگار درلود.

پاپ وويل: "نشواى کېدى چې بشريت پر تاوتريخوالي او نښتو روږديدو ته پرېږدو چې قربانيان زېږوي او د ولس راتلونکې ته خطر پېښوي."

ده پر هغو مسيحيانو چې له مذهبي کرکې سره مخامخ دي، غږ وکړ چې ونه وېرېږي او لاس وانخلي. پاپ په منځني ختيځ او افريقا کې پر مسيحيانو وروستيو بريدونو سخت اندېښمن کړى دى.

د واتيکان وېره داده چې د سعودي په څېر هيوادو کې د مسيحيانو پر عبادتونوسخت روان بنديزونه به له منځني ختيځ نه د مسيحيانو له يو ځايي وتلو سره په گډه چې د حضرت عيسى ع د زېږېدو ځاى دى، زور واخلي او په نتيجه کې به يې په سپېڅلې خاوره کې د مسيحيانو شتوالى ورو ورو تش په نامه پاتې شي.