په امریکا کې د ایران د ''شاه'' کشر زوی ځان وژلی

د ایران د پخواني شاه محمد رضا پهلوي درېیم زوی علي رضا پهلوي د امریکا په بوسټن ښار کې پخپل کور کې ځان وژلی دی.
د پهلوي د کورنۍ لخوا په یوه اعلامیه کې چې پر وېبپاڼه یې خپره کړې، راغلي چې علي رضا پهلوي د خپل هېواد د روانو سیاسي حالاتو په اړه ډېر اندېښمن او خواشینی و.
اعلامیه زیاتوي چې علي رضا پهلوي د سې شنبې پر ګهيځ د امریکا په بوسټن ښار کې پخپل کور کې ځان وژلی دی.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس بیا وايي چې پولیسو د سه شنبې پر ګهيځ د هغه مړی د کور مخې ته په داسې حال کې وموند، چې په مرمۍ ويشتل شوی و.
که څه هم پولیسو د مړي هویت نه دی تایید کړی، خو یوه چارواکي ویلي چې دا د علي رضا پهلوي مړی دی.
د رضا پهلوي وېبپاڼه کاږي چې "هغه د خپل پلار او خور" پر مړینه سخت خواشينی دی.
د ایران د وروستي شاه پهلوي ۳۱ کلنې لور لیلی پهلوي په ۲۰۰۱ کال د لندن په یوه هوټل کې خپل ځان وواژه او په پاریس کې خاورو ته وسپارل شوه .
او پلار یې محمد رضا پلهوي په ۱۹۷۹ کال مصر ته تر تبعید وروسته په ۱۹۸۰ کال په قاهره کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ او همالته خښ کړای شو.
علي رضا پهلوي د ایران د وروستي شاه درېیم زوی په ایران کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

هغه د انقلاب په ورځو کې له خپلې کورنۍ سره د امریکا ماساچوسټ ایالت ته ولاړ.
د پهلوي د کورنۍ یوه زوم ادشیر زاهدي ویلي علي رضا پهلوي ښې زده کړې کړې وې او له کلاسیکې موسیقۍ سره یې ډېره مینه وه.
علي رضا پلهوي په ۱۹۹۲ کال کې د لرغوني ایران په اړه د کولمبیا له پوهنتون څخه لېسانس ترلاسه کړ، او بیا وروسته یې په همدې پوهنتون کې د ایران پېژندنې او فلسفې په برخو کې مطالعې پيل کړې.
د هاروارډ پوهنتون یوه ویاند ویلي چې ښاغلی پهلوي په دې ورځو کې پر زده کړه بوخت نه و.





















