د هند د باندینیو چارو وزیر د کرزي له مرستیالانو سره وکتل

په کابل کې د هند سفارت وايي ښاغلي کريشنا د خپل سفر پر لومړۍ ورځ د ولسمشر له دواړو مرستيالانو او دو لسي جرګې له مشر يونس قانوني سره ليدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا يې ټينګار کړی دی .
د سفارت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي بي بي سي ته وويل ښاغلی کريشنا به نن له ولسمشر حامد کرزي، د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپينا او د مشرانو جرګې له مشر حضرت صبغت الله مجددي سره وګوري .
دغه سرچينه وايي ښاغلی کريشنا به افغان چارواکو ته په بېلا بېلوبرخو کې د خپل دولت د مرستو د د وام ډاډ ورکړي .
هند په افغانستان کې شاوخوا څلور زره کارکوونکي لري چې د بيارغونې په پروژو کې پردندو بوخت دي . د هند سفارت ويلي ښاغلی کريشنا به له افغان لوري سره به په خبرو کې د هغوی د امنيت موضوع هم ياده کړي .
دا په ۲۰۱۱ کال کې د هند د بهرنيو چارو د وزير اېس، ايم کرېشنا لومړنی بهرنى سفر دى چې کابل ته يې کوي .
ښاغلى کرېشنا داسي مهال کابل ته سفر کوي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د سولې او له طالبانو سره د روغې جوړې پر لارو چارو بوخت دى .
هند پخوا له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې پر هلو ځلو اندېښنه ښکاره کړې وه.
هندي چارواکي وېره لري چې که طالبان د افغانستان په حکومت کې شریک شي، نو ښايي په افغانستان کې د پاکستان نفوذ زیات شي .
د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهر فقيري وايي چې ښاغلى کرشنا به په دغه سفر کې له افغان چارواکو سره د همکاريو په بيلابيلو برخو خبرې اترې وکړي :
''ټاکل شوې چې د افغانستان د باندینیو چارو وزیر په بلنه د هند د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راشي. دواړه وزیران به د سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو پر سر خبرې وکړي. د هند لومړی وزیر به د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره هم وویني.''
هند په کابل کې پر سفارت سربېره په جلال اباد، کندهار، مزارشریف او هرات کې کونسلګرۍ لري او پاکستان بیا دا کونسلګرۍ د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ او خطر بولي.
افغان چارواکي په دې برخه کې د پاکستان اندېښنه په کلکه ردوي او وايي چې د هند په څلورو کونسلګریو کې یوازې دوې يې په داسي ولایتونو کې دي چې له پاکستان سره گډه پوله لري .
د هند د بهرنیو چارو وزیر کابل ته تر خپل سفر وړاندې خبريالانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د هند دیپلماتیک مرکزونه له پر پسې خطرونو سره مخامخ دي خو په وينا يې ولسمشرکرزي ورسره تر سفر وړاندې هم ژمنه کړې چې د دغو مرکزونو د خونديتوب لپاره يې خپلو امنيتي ځواکونو ته سپارښتنې کړې دي .

دا رنگه ښاغلي کرېشنا په نوي ډيلي کې خبريالانو ته ويلي چې هغه به افغانستان ته پخپل دوه ورځني سفر کې له افغان چارواکو سره د طالبانو او افغان دولت د سولې پر بهیر او په دې برخه کې د پاکستان په رول هم وغږېږي.
د ۲۰۰۸ کال جولای کې په کابل کې د هند پر سفارت د بريد په ترڅ کې دوه هندي دیپلماتان ووژل شول.
هغه مهال هندي او افغان چارواکو هغه برید د پاکستان د 'لشکرطیبه' کار بللی وو.
هند د افغانستان په بیارغونه کې په سلگونه ميلیونه ډالر لګولي او ۴۰۰۰ کارګر او کارپوهان یې د افغانستان د بیارغونې په بېلابېلو پروژو کې په کار بوخت دي.
د هند د باندنیو چارو وزیر به له افغانستان چارواکو سره په خپلو کتنو کې د دغو کارګرو او کارپوهانو د امنیت په باب هم وغږېږي.





















