د جنوري نهمه، د تاريخ په پاڼو کې

اسوان - مصر
د عکس تشریح، ۱۹۶۰ - په مصر کې د اسوان بند د جوړولو چارې پیل شوې.
د خپرېدو وخت

۱۷۱۸ - فرانسې له هسپانیې سره د جګړې اعلان وکړ.

۱۷۶۰ - افغان ځواکونو په 'براري ګات' کې مرهټیانو ته ماتې ورکړه.

۱۷۹۲ - ترکیې او روسیې د 'جاسي' د سولې تړون لاسلیک کړ.

۱۷۹۹ - په انګلستان کې پر عایداتو مالیه ولګېده.

۱۸۱۱ – ګلف لوبو لومړنی ښځینه سیالۍ وشوې.

۱۸۱۲ - ناپیلیون جرمني ونیو.

۱۹۳۷ - ایتالیا له حبشیانو سره پر واده بندیز ولګاوه.

۱۹۵۶ - سمیع الرافي په اردن کې حکومت جوړ کړ.

۱۹۵۷ - د بریتانیا لومړي وزیر انتوني ایدن له خپلې دندې استعفا وکړه.

۱۹۶۰ - په مصر کې د اسوان بند د جوړولو چارې پیل شوې.

۱۹۸۷ - د ویتنام او چین پر پوله نښته شوه چې ۱۵۰۰ تنه پکې ووژل شول.