نن په تاريخ کې – د جنورۍ ۲۵مه

١٣٢٧ کال – درېيم ايدوارد د انگلنډ پاچا شو
١٧٧٥ کال – امريکاييانو له برتانوي ځواکونو سره د جگړې لپاره توپونه غونډيو ته وخېژول
١٩٠٥ کال – د کولينان ستر الماس (٣١٠٦ قيراطه) په جنوبي افريقا کې وموندل شو
١٩١٥ کال – الکساندر گرېهام بېل (د ټېلېفون مخترع) له نيوياک نه سانفرانسېسکو کې توماس واټسن ته لومړى زنگ وواهه
١٩١٨ کال – روسيه د شوروي جمهوريت په توگه اعلان شوه
١٩٣٧ کال – د "لارې مشال" پرله پسې ننداره پر راډيو خپره شوه
١٩٥٥ کال – شوروي له جرمني سره د جگړې حالت پايته ورساوه
١٩٧١ کال – هيماچل پرادېش د هند ۱۸ ايالت شو
١٩٨٠ کال- هالند پر افغانستان د شوروي يرغل په مخالفت کې د مسکو له المپيک سره د پرېکوڼ غوښتنه وکړه
١٩٨١ کال – د چين د کمونست مشر ماوتسه تونگ کونډې ته د مرگ سزا واورول شوه
١٩٩٣ کال – پورتوريکو انگريزي دويمه رسمي ژبه غوره کړه
٢٠٠٢ کال – د ملگرو ملتو سرمنشي کوفي عنان د څو ساعتو لپاره کابل ته ورغى.





















