نن په تاريخ کې – د جنورۍ اووه ويشتمه:

د خپرېدو وخت
١٥٩٣کال – واتيکان د سايسن پوه جوردانو برونو اووه کلنه محاکمه پيل کړه.
١٨٨٨ کال – د نشنل جيوگرافيک (ملي جغرافيې) ټولنه جوړه شوه.
١٩٢٤ کال – د لېنن مړى د مسکو په سره ډگر کې يوې مقبرې ته ولېږدول شو.
١٩٤٣ کال – امريکا پر جرمني لومړى هوايي گوزار وکړ.
١٩٤٤ کال – د لنينگراد ښار کلابندي تر ٨٨٠ ورځو وروسته چې ٦٠٠ زره تنه په کې ووژل شول، پايته ورسېده.
١٩٥٥ کال- د آريانا افغان هوايي شرکت بنسټ کېښودل شو.
١٩٦٧ کال – د بيټلانو هنري ډلې د نهو کلو يو نړيوال تړون د EMI له موسيقي ثبتوونکې ټولنې سره لاسليک کړ.
١٩٨٠ کال – په اسلام اباد کې د ٣٥ اسلامي هېوادو بېړنۍ غونډې پر افغانستان د شوروي لښکرو تېرى وغانده.





















