مصر: یوشمېر شتمن عربان له هېواده ووتل

د عکس سرچینه، AP
مصري سرچینو ویلي چې د قاهرې له هوايي ډګره په ۱۹خاصو پروازونو کې لسګونه کورنۍ او مصري شتمن عربان له هېواده وتلي دي .
په دغه هېواد کې تېره ورځ هم د پنځمې ورځې لپاره سختې مظاهرې وشوې او د حسني مبارک په مشرۍ د اوسني واکمن نظام د ړنګېدو غوښتونکي دي .
مصري سرچینو ویلي چې دغه پروازونه تر ډېره د متحده عربي اماراتو دبۍ ته شوي.
ويل کېږي چې په دغو شتمنو عربانو کې د ولسمشر حسني مبارک یو خپلوان او شتمن مصری حسین سالم هم د کورنۍ له نهو غړو سره وتلی دی او خپله شتمني یې ورسره وړې ده .
په یوه بل پرواز کې بیا یو بل سوداګر او شتمن نجیب ساویرس هم له مصر څخه وتلی دی .
رپوټونه وايي چې د ښاغلي حسین سالم ښځه بهر ته له سفره راګرځول شوې، خو سرچینو یې د راګرځولو سبب نه دی په ډاګه کړی .
د قاهرې په هوايي ډګر کې مسؤولینو ویلي د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، لبنان او اردن په ګډون ګڼو عربي هېوادونو له مصر څخه د خپلو دپلماتاتو او وګړو لپاره هوايي پروازونه برابر کړي دي .
د هوايي ډګر چارواکو دا هم ویلي چې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان - چې نیمايي يې ښځې دي – د شنبې پر ماښام په هوايي ډګر کې د پروازنو د نشتوالي له کبله پاتې شول؛ ځکه چې د پرواز الوتکې یې تر ګرځبنديز وروسته راورسدې .
د تېښتې لړۍ

د هوايي ډګر چارواکو، چې د نومونو له ویلو یې ډډه کړې، ویلي د دغو کسانو نیمايي برخه مصریان او ګڼ نور یې هغه بهرنیان دي چې له هېواده د پښو سپکولو په غم کې دي .
ویل کېږي چې د مصر د کورنیو چارو وزیر حبیب العادلي هم د قاهرې د هوايي ډګر له لارې بهر ته تللی دی .
اسراییلو هم له مصر څخه خپل وروستی دپلمات وایست، چې مخکې یې هم ۴۰ اسراییلي وګړي له مصر څخه ایستلي ول .
اسراییلو دا هوډ هم کړی و، چې د یکشنبې په ورځ (د جنوري ۳۰مه) به په قاهره کې خپل سفارت وتړي.





















