مسکو: د 'دمادېدوه' پر هوايي ډګر د برید کوونکي هویت په ډاګه شو

د عکس سرچینه، AP
روسي پلټونکي د دغه هېواد پلازمېنې مسکو پر 'دمادېدوه' هوايي ډګر د برید کوونکي هویت په ډاګه کړ.
دوی وايي چې برید کوونکی د شمالي قفقاز یو ۲۰ کلن ځوان و.
د پلټونکې ډلې ویاند ویلادیمیر مارکین ويلي که څه هم د برید کوونکي د ځای په اړه یې مالومات خپاره کړي، خو د نامه او نورو مالوماتو په اړه یې لاهم پلټنه روانه ده.
ویاند زیاتوي، د برید اصلي موخه بهرنیان ول، چې په وینا یې "په هوايي ډګر کې دغه برید یوه ناڅاپي پېښه نه وه."
په برید کې د اوو بهرنيو وګړو سربېره ۳۵ کسان ووژل شول.
برید داسې مهال وشو، چې د بهرنیو پروازونو د رسېدو ترمینل له خلکو ډک و .
په وژل شوو کې د برتانیا، المان، اکراین، تاجکستان، ازبکستان، قیرغستان او روسیې وګړي ول.
خو د برید مسؤولیت لا تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی .
روسي ولسمشر ديميتري مېدوېدېف د ځينو چارواکو په لیرې کولو لاس پورې کړ. چې په دوی کې د مسکو د پولیسو مشر هم و .
په مسکو کې د مېترو پر سیستم مخکې هم بریدونه شوي.
د تېر ۲۰۱۰ په مارچ کې هم دوو ځانوژونکو نجونو چې د داغستان اوسېدونکې وې، لږترلږه ۴۰ کسان ووژل او تر ۸۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.





















