کارپوه: واشنګټن او اسراییل د ایران د اټوم ضد ویروس تر شا

يوه امنيتي کارپوه ويلي د ایران د اتومي پروګرامونو پرضد د ويجاړوونکي ''ستکسنټ'' ویروس تر شا د امریکا او اسراییلو لاسونه دي .
په کاليفورنیا کې رالف لانګنر يوې خبري ناستې ته وویل، د د ''ستکسنټ'' په نامه دغه برېښنايي ويروس په دې موخه جوړ شوی چې د ایران اتومي پروګرام ګډوډ او تخریب کړي .
د ویلو ده چې لانګنز له لومړیو هغو کسانو دی، چې ویلي يې ول ''ستکسنټ'' ویروس توليدي شبکو ته ننوتی او هغه شنډولی شي .
داسې انګيیرل کېږي چې دغه ویروس د یورانیمو د بډاينې پټو خزانو ته هم ننوتی شي .
لانګنز د کالیفورنیا په لانګ بیچ کې دا هم ویلي چې د اسراییلو استخباراتي شبکه ''موساد'' هم د دې ویروس د جوړولو ترشا ده .
خو نوموړی زیاتوي چې اسراییل د دغه الکتروني مضر ویروس په جوړولو کې هومره لاس نه لري، لکه متحده ایالتونه یې چې لري .
د یاد ویروس په اړه د وروستیو رپوټونو په غبرګون کې د ''سیمانتک'' شرکت چې د الکتروني امنيت مسؤولیت وردغاړې دی، ویلي چې له پنځو تر لسو کمپیوټري پروګرام جوړوونکي (پروګرامر) کارپوهان د دغه ویروس په جوړولو بوخت ول، چې ټول ټال یې شپږ میاشتې وخت ونیو .
امریکايي کارپوه لانګنز ویلي دا پروژه د ایران د اتومي پروګرام په اړه لا نورو داخلي تفصیلاتو ته اړتیا لري .
د تېرکال په فبرورۍ کې د دغه ویروس په اړه په لومړيو رپوټونو کې راغلي ول، چې د دغه ویروس په سلو کې ۶۰ ضرر د ایران خاورې ته ننوتی دی .

هغه کارپوهان چې دغه ویروس یې ازمویلی، ویلي چې کېدای شي چې د ایران د اتومي وسلو د جوړولو لپاره د یورانیمو د بډاينې د سیستم او له اتومي انرژۍ د رامنځ ته کېدونکې برېښنا په ویجاړولو کې ډېر کار وکړای شي .
که څه هم اسراییل او متحده ایالتونه د ایران د اتومي هڅو د مخنيوي پوره هڅې کوي، خو هېڅ داسې غوڅ دلیل او شواهد نه شته چې د دغه ویروس تر شا د امریکا او اسراییلو لاسونه دي .
د ایران د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ دا رد کړه چې ګني د بوشهر اتومي بټۍ د دغه ویروس له وېرې وتړل شوې .
د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس په راپور کې راغلي ول چې روسي انجنیرانو د ایران له بټیو ۱۶۳ اټومي سروکي ایستلي، خو ایراني سرچینو بیا وویل چې دغه سروکي د ویروس له وېرې نه، بلکې په کې د یو لړ تخنيکي ستونزو له کبله ایستل شوې دي .





















