پاکستان: پر زیارت ځانوژونکو بریدونو ۵۰ کسان ووژل

احسان الله احسان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه برید د حکومت د هغو عملیاتو دغچ اخیستو په مقابل کې شوی، چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې یې پیل کړي دي.
د عکس تشریح، احسان الله احسان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه برید د حکومت د هغو عملیاتو دغچ اخیستو په مقابل کې شوی، چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې یې پیل کړي دي.
د خپرېدو وخت

د پاکستان په شمال لوېديځ کې د ګاډو په یوه اډه کې چاودنې لږترلږه شپږ کسان وژلي، چې تر دې وړاندې په پنجاب ایالت کې د صوفیانو پر یوه زیارت دوو ځانوژونکو بریدونو تر ۵۰ ډېر کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل .

وروستۍ برید د کوز دیر په جندول ښار کې شوی، چې هلته پاکستاني پوځيان دوه کاله وړندې له طالبانو سره په جګړه بوخت ول.

اورپکي په پرله پسې توګه افغان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې بریدونه کوي.

د تېرې یکشنبې پرورځ د دغه هېواد په مرکزي پنجاب کې د صوفیانو پر یوه زیارت دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۵۰۰ کسان ووژل .

برید د پنجاب د سخي سرور زیارت ته څېرمه شوی، چې هلته د صوفي طریقې مینه وال د درو ورځو مراسمو لپاره راغونډ شوي ول.

په کوز دیر کې پولیسو ویلي، پر اډه یې د چاودنې پلټنه پیل کړې ده.

پولیس وايي چې د برید په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.
د عکس تشریح، پولیس وايي چې د برید په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

د دغې سیمې یوه چارواکي اسلام خان اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي ''موږ اوس دا پلټنه کوو، چې ایا برید د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوی او که څنګه.''

په پاکستان کې تصوف له سلګونو کلونو راهیسې دود دی.

دا په روان کال کې د طالبانو له خوا د صوفیانو پر زیارت درېیم برید دی.

احسان الله احسان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغه برید د حکومت د هغو عملیاتو دغچ اخیستو په مقابل کې شوی، چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې یې پیل کړي دي.

په تېر اکتوبر کې هم په پنجاب کې د صوفیانو پر یوه زیارت په برید کې شپږ کسان ووژل شول .